د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیاسي او ټولنیزې اجماع پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ ویلي چې تورکیه اقتصادي ودې، د دفاعي صنایعو خپلواکۍ او «له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې» بهیر ته ژمنه پاتې ده.
اردوغان د دوشنبې په ورځ په انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د کابینې تر غونډې وروسته وویل: «زموږ حکومت هوډ لري چې خپل صنعت، خوراکي توکو، غله جاتو، سولې او سوکالۍ ته وده ورکړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ د پانګونې، تولید، کارموندنې او صادراتو پر بنسټ خپله باثباته د ودې تګلاره په کلکه پلي کوو.»
ولسمشر وویل چې د تورکیې موخه په دفاعي صنایعو کې بشپړه خپلواکي ده، او ژمنه یې وکړه چې کار به «له درېدو پرته، له دمې پرته او تر ټولو مهمه دا چې له لیدلوري بېبرخې کسانو ته له پاملرنې پرته» جاري وساتي.
اردوغان د دفاعي صنایعو پروژو «قزلالما» (KIZILELMA) او «اژدرها» (EJDERHA) ته په اشارې سره وویل: «دا یوازې پیل دی. انشاءالله موږ به تر دې ډېرې پرمختللې او ډېرې پیاوړې پروژې جوړې کړو.»
«له ترهګرۍ څخه پاکه تورکیه»
اردوغان «له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې» د بهیر په اړه وویل چې د امنیت ښه والی د پانګونې، تولید، کارموندنې او ګرځندوی پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو کې مرسته کوي.
هغه وویل چې د تورکیې پولې ته نږدې په هاکورک سیمه کې ۱۴ نورې سمڅې چې د اوږدې مودې لپاره د ترهګرو پټنځایونه وو پاکې شوې دي، چې ورسره د شمالي عراق په هاکورک، زاپ او متینا سیمو کې نږدې ټولې سمڅې د پاکېدو مرحلې ته رسېدلې دي.
نوموړي وویل: «لکه څنګه چې په سیمه کې د امنیت فضا ټینګېږي، د پانګونې، تولید، کارموندنې او ګرځندوی پر وړاندې خنډونه یو په بل پسې لرې کېږي.»
اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه او وګړي یې «نور د بایللو زغم نه لري. ختیځې او سوېل ختیځې (سرحدي سیمې) نور د بایللو زغم نه لري. زما هېڅ یو وګړی نور د بایللو زغم نه لري.
هغه زیاته کړه: «د خپلو ریښو په پام کې نیولو پرته، دا ملت نور نه غواړي وبایلي. (د جمهور) ایتلاف او حکومت د دې موخې د پوره کولو لپاره هڅې کوي.»
ولسمشر وویل چې حکومت دې بهیر ته په بشپړه توګه ژمن دی او د بریا لپاره یې پر خپل مسؤلیت او هوډ ټینګار وکړ.
اردوغان وویل: «موږ له هغه مسؤلیت څخه خبر یو چې موږ ته سپارل شوی دی. موږ د دې بهیر د بریا لپاره خپل زړونه، خپلې ارواوې او حتی خپل ټول وجود په دې لاره کې ایښی دی.»
د «۴۶۷» روحیه
هغه زیاته کړه چې له معادلې څخه د وسلو او تاوتریخوالي په وتلو سره به د ستونزو حل اسانه شي، په داسې حال کې چې حکومت د «۴۶۷» د روحیې ساتلو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او دا یې د تورکیې په سیاست کې د بدلون ټکی وباله.
د ۴۶۷ شمېره په پارلمان کې هغې پراخې اجماع ته اشاره کوي چې «له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې» د بهیر اړوند قانون په ملاتړ د ۴۶۷ رایو په ورکولو سره څرګنده شوه.
هغه وویل: «موږ هوډ لرو چې له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې بهیر په تر ټولو پراخه ممکنه سیاسي او ټولنیزه اجماع سره مخته یوسو. خو موږ به اجازه ورنه کړو چې دا ډول موضوع د سیاسي باج اخیستنې پر وسیله بدله شي.»
اردوغان له شاتګ پرته د دې بهیر د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل: «موږ به له یوه ګام شاتګ پرته مخ پر وړاندې تګ ته دوام ورکړو او انشاءالله دا مسله به په بشپړه توګه زموږ د ملت له اوږو لرې کړو.»











