د غزې په سویل کې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې فلسطینیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د انادولو خبري اژانس ته د سې شنبې په ورځ د ناصر روغتون یوې طبي سرچینې ویلي، چې په دغه برید کې د خان یونس ښار د المواصي سیمې په پنځمه کوڅه کې د پولیسو یوه پوسته په نښه شوې ده.
د دوشنبې په ورځ د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNRWA) یو کارکوونکی د اسرائیلو په برید کې ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
د اسرائیلو لخوا په غزه کې د نسل وژنې د پیل راهیسې د انروا (UNRWA) د وژل شویو کارکوونکو او هغو کسانو شمېر چې د دغې ادارې له کارکوونکو سره یې مرسته کوله، ۳۹۷ ته رسېدلی دی.
د یکشنبې په ورځ، د غزې په لوېدیځ کې د انصار څلورلارې ته نږدې په یوه موټر باندې د برید په ترڅ کې د دریو فلسطینیانو په ګډون د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې پنځه فلسطینیان ووژل شول.
په غزه کې د نسل وژنې له پیل راهیسې، اسرائیلو په پرله پسې توګه د غزې د پولیسو پر کارکوونکو او تاسیساتو بریدونه کړي دي. د فلسطیني چارواکو په وینا، د دغو بریدونو موخه د عامه نظم د بنسټونو کمزوري کول او د ملکي وګړو اړوند بنسټیزې زیربناوې زیانمنول دي.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د اوربند له ټینګښت وروسته میاشتو کې هم دغو بریدونو دوام کړی او د پولیسو پر موټرو، امنیتي پوستو او ګزمو یې یو لړ بریدونه کړي دي.
د فلسطیني مقاومت ډلې حماس ویلي دي چې اسرائیل د پولیسو هغه افسران په نښه کوي چې په غزه کې د عامه امنیت او ثبات د ساتلو هڅه کوي.
حماس وايي، دغه بریدونه په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د وحشیانه جنایتونو دوام دی او د ملکي پولیسو د ځواکونو په نښه کولو له لارې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه ده.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د نافذ اوربند تړون د اسرائیلو د سرغړونو له امله ۱۶۷۵ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰۹۵ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له امله تر ۷۴۰۰۰ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۶۰۰۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. په ورته وخت کې د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه بنسټیزې زیربناوې ویجاړې شوې دي.











