نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
د جاکارتا په څنډه کې د خوږو (شیرینۍ) جوړولو په یوه فابریکه کې تر اورلګېدنې وروسته، د ژغورنې ډلې د ۳۰ لا درکه شوو کسانو لټون کوي.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي / Reuters
 

د اندونیزیا چارواکو تایید کړې چې د اونۍ په پای کې د خوږو جوړولو په یوه فابریکه کې د مرګونې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور لا تر اوسه لادرکه دي.

د بېړنۍ ژغورنې ډلې د سوځېدلې فابریکې دننه د بې‌ثباته کنډوالو او لا هم لوګي کوونکو پاتې شونو سره سره خپلو عملیاتو ته د دوشنبې تر ورځې دوام ورکړی دی.

دا اورلګېدنه د شنبې په ماښام د بانتن ولایت په چیکانډې سیمه کې  چې له پلازمېنې جاکارتا څخه شاوخوا د یوه ساعت په واټن کې پرته ده  د «پي‌ټي فونوسا اګونګ مولیا» د شیرینۍ جوړولو فابریکې په یوه ودانۍ کې رامنځته شوه.

د کارګري چارو په برخه کې د ولسمشر سلاکار سعید اقبال  تایید کړه چې په دې پېښه کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

هغه وویل چې په فابریکه کې د کاري خوندیتوب د اصولو پلي کېدل دا مهال تر رسمي ارزونې لاندې دي او اعلان یې وکړ چې د یاد شرکت اجرایوي رییس به د پوښتنو ګروېږنو لپاره راوغوښتل شي.

لومړني پلټنیز راپورونه ښيي چې اور ښايي د ایرکنډېشنر د برېښنايي شارټۍ له امله لګېدلی وي.

بېړنیو ډلو له سیمې څخه د انساني پاتې شونو ۲۴ کڅوړې راایستلي، خو په سیمه کې چارواکو ویلي چې د قربانیانو دقیق شمېر لا زیاتو عدلي طب (فورنزیک) پلټنو ته اړتیا لري.

د اور د سختې تودوخې او پراخوالي له امله، موندل شوي جسدونه د ظاهري کتنې له لارې نه شي پېژندل کېدای، چې له امله یې چارواکو د جنتیکي ازموینو (DNA) بهیر پیل کړی دی.

د پولیسو یوه چارواکي واهیو هدایتي وویل چې د عدلي طب متخصصین د لادرکه شویو کارکوونکو له خپلوانو څخه د پرتله کولو لپاره د ډي‌اېن‌اې (DNA) نمونې راټولوي؛ دا د هویت پېژندنې یو پېچلی بهیر دی چې تمه کېږي څو اونۍ وخت ونیسي.

وپلټۍ
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې