تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د هند لخوا په پاکستان بریدونه وغندل
تورکیې د مې په شپږمه نیټه د هند لخوا  پر  پاکستان  بریدونه چې له امله يي ملکي وګړي او ملکي زیربناوې په نښه شوي، په کلکه وغندل. انقرې خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پراخې جګړې خطر زیاتوي.
تورکیې د هند لخوا په پاکستان بریدونه وغندل
/ AA

د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې، انقرې دغه کړنه "پاروونکی عمل" بللې او له دواړو خواوو څخه يي د زغم او عقلانیت غوښتنه کړې ده.

وزارت ویلي: "موږ دا ډول پارونکي ګامونه او هغه بریدونه چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې په نښه کوي، غندو. د هند لخوا تېره شپه ترسره شوی برید د پراخې جګړې خطر زیاتوي."

تورکیې د وضعیت د چټک خرابېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمولو او د نورو شخړو د مخنیوي لپاره یې د عاجلو ګامونو غوښتنه کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې د اړینو میکانیزمونو جوړول، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اړین دي.

انقرې د اپرېل د ۲۲مې نیټې د ترهګریز برید په اړه د پاکستان د تحقیقاتو غوښتنې ملاتړ کړی او د شفافیت او سیمه‌ییزې همکارۍ په اړه خپل دریځ بیا تایید کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ تمه لرو چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ژر تر ژره ګامونه واخیستل شي." وزارت زیاته کړې چې تورکیه د پرمختګونو نږدې څارنه کوي.

د ویلو ده چې هندوستان د اپریل په ۲۲ مه په جمو او کشمیر کې پر ملکي وګړو د وسله وال برید نه وروسته پاکستان پدې پیښه کې په لاس لرولو تورن کړ خو تر اوسه پورې پدې اړه کوم اسناد او شواهد ندي وړاندې کړي. هند د غچ اخیستې نه یادونه کړې وه چې بالاخره تیره شپه په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې په ګڼشمیر هدفونو بریدونه وکړل .پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې پدې بریدونو کې ملکي میشتې سیمې او جوماتونه په نښه شوي دي او په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې په نښه شوې سیمې کې بهاولپور، مریدکې، مظفرآباد، کوټلي، باغ، او احمدپور ایست شامل دي. د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه درې کلنه نجلۍ، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ، او یو ۱۸ کلن هلک شامل دي. لسګونه کسان ټپیان شوي او دوه کسان لا هم ورک دي.

د جنرال احمد شریف چودري په وینا، د مختلفو وسلو ۲۴ بریدونه ثبت شوي چې ګڼ مېشته سیمې او مذهبي ځایونه یې په نښه کړي دي. په ځواب کې، پاکستان ادعا کړې چې پنځه هندي جنګي الوتکې او څو ډرونونه یې ویشتې او له منځه وړي دي.

وپلټۍ
څنګه تورکیې په ۲۵ کلونو کې خپل دفاعي صنعت بدل کړ؟
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
د مکې تړون ولې مهم دی؟
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.