تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر ۱مې پورې د چین تیانجین ښار ته سفر وکړي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر ۱مې پورې د چین تیانجین ښار ته سفر وکړي، ترڅو د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۵مې سرمشریزې د دولتي مشرانو په شورا کې د ویاړ مېلمه په توګه ګډون وکړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر ۱مې پورې د چین تیانجین ښار ته سفر وکړي
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر ۱مې پورې د چین تیانجین ښار ته سفر وکړي، ترڅو د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۵مې سرمشریزې د دولتي مشرانو په شورا کې د ویاړ مېلمه په توګه ګډون وکړي. دا خبره تورکیې د عامه اړیکو د ریاست مشر، برهان الدین دوران، د جمعې په ورځ د تورکیې په ټولنیزه رسنۍ نیکس سوسیال  له لارې وکړه.

دا سفر د اردوغان لپاره په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې چین ته ځي، او دا د انقرې او بیجینګ ترمنځ د زیاتېدونکو ستراتیژیکو اړیکو په منځ کې ترسره کېږي. د سرمشریزې په جریان کې، اردوغان به د شانګهای سازمان پراخې غونډې ته وینا وکړي او د چین ولسمشر شي جین پینګ او نورو ګډون کوونکو مشرانو سره  به دوه اړخیزې لیدنې وکړي.

د روان کال د شانهګای سازمان سرمشریزه د نړیوالو کړکېچونو په منځ کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې د روسیې او اوکراین د اوربند په اړه لا هم پوښتنې پاتې دي، او نړیوال اقتصاد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو د پالیسۍ له امله اغېزمن شوی دی.

د تورکیې د ملي دفاع پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد، محمد اوزکان، وویل: "د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د ګډون له لارې، تورکیه غواړي خپله ونډه څرګنده کړي، دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي، او د سازمان په چوکاټ کې څو اړخیزه همکاري وکړي." هغه ټي آر ټي ورلډ ته وویل: "تورکیه شانګهای سازمان د کوم ځانګړي هېواد تر واک لاندې بلاک نه ګڼي، بلکې دا سازمان د لویدیځ تر واک لاندې نړیوال نظم لپاره د یو بل څو اړخیز بدیل په توګه ګوري."

تورکیه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای سازمان د خبرو اترو ملګری پاتې شوې، چې د ناټو لومړنی او یوازینی هېواد دی چې دا مقام یې ترلاسه کړی. دا د انقرې هڅې څرګندوي چې غواړي د لویدیځو ائتلافونو ترڅنګ په یوریشیا کې ژورې اړیکې ولري.  د ویلو ده چې د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، او مرکزي آسیا هېوادونو لخوا د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکارۍ، او ترهګرۍ ضد هڅو لپاره رامنځته شو. اوسني بشپړ غړي هند، پاکستان، ایران، او بیلاروس دي.

د اردوغان په مشرۍ، تورکیې د شانګهای همکاریو سازمان سره اړیکې پیاوړې کړې دي، په ۲۰۱۷ کال کې د  شانګهای سازمان  د انرژۍ کلب مشري وکړه او له چین او روسیې سره یې سوداګري زیاته کړه. د قرغزستان پخواني لومړي وزیر، جومات اوتوربایف، وویل: "د تورکیې او شانګهای سازمان ترمنځ طبیعي اړیکه شته، ځکه چې د دې درې بنسټ ایښودونکي غړي — قزاقستان، قرغزستان، او ازبکستان — ترکي ژبې خبرې کوي." هغه زیاته کړه چې د تیانجین په سرمشریزه کې د اردوغان ګډون به د تورکي ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

تېر کال، اردوغان د شاهګهای سازمان د  بشپړ غړیتوب لپاره خپله هیله څرګنده کړه. هغه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو: "زموږ هدف دا دی چې دایمي غړي شو. تورکیه باید د ناظر هېواد پر ځای د 'شانګهای پنځه' دایمي غړی شي." د ۱۹۹۶ کال په شانګهای کې د چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، او تاجکستان لخوا د 'شانګهای پنځه' په نوم رامنځته شو.

شانګهای سازمان  په اصل کې د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزو اقتصادي او امنیتي ننګونو د حل لپاره جوړ شوی و. په تېرو ۲۵ کلونو کې، دا سازمان په غړیتوب او دندو کې پراخ شوی دی، او اوس سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې، نوي کیدونکي انرژۍ، دوامداره پرمختګ، او کلتوري او ځوانانو تبادلو په ګډون پراخې موضوعګانې رانغاړي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه