د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره لیدنه وکړه.
تورکیې د اړیکو ریاست:د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په استانبول کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل، ترڅو د روسیې-اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د هڅو او همدارنګه د پراخو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې مشر له اوکراین سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد هوډ څرګند کړ او ویې ویل چې انقره به د دې موخې لپاره د اړینو ګامونو اخیستلو ته دوام ورکړي.
د تورکیې د اړیکو ریاست وویل، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په استانبول کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل، ترڅو د روسیې-اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د هڅو او همدارنګه د پراخو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
د تورکیې پر ټولنیزې رسنۍ "اِنسوشل" د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، د خبرو پر مهال اردوغان د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو لپاره د تورکیې پر دوامداره ملاتړ بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې سیمه لا زیاتې سولې او ثبات ته اړتیا لري.
هغه وویل، تورکیه په تور سمندر کې خوندي کښتۍ چلولو ته ډېر اهمیت ورکوي او د انرژۍ د عرضې پر امنیت یې ټینګار وکړ.
اردوغان همدارنګه له اوکراین سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د تورکیې هوډ څرګند کړ او ویې ویل چې انقره به د دې موخې لپاره د اړینو ګامونو اخیستلو ته دوام ورکړي.
د اعلامیې له مخې، نوموړي د خلیج له هېوادونو سره د خپلو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د اوکراین له هڅو هم خوښي څرګنده کړه.
دا لیدنه د اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د جمعې ورځې له ټیلیفوني خبرو وروسته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د روانو هڅو د یوې برخې په توګه ترسره شوه.