نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
شېخه حسینه پلان لري چې د ډسمبر پر ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي
د بنګله‌دېش له واکه لرې شوې پخوانۍ لومړۍ وزیرې له حکومت څخه غوښتي چې د هېواد په ملي هوايي شرکت کې د هغې د ستنېدو اسانتیاوې برابرې کړي، خو ډاکه وايي چې هغه به له رسېدو سره سم ونیول شي.
شېخه حسینه پلان لري چې د ډسمبر پر ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي
شېخه حسینه پلان لري چې د ډسمبر پر ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي / Reuters (Wire)
 

د بنګله‌دېش خبري رسنۍ «ډېلي وعده» (Daily Waadaa) د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د بنګله‌دېش لیرې کړل شوې لومړۍ وزیرې شېخه حسینې پرېکړه کړې چې د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه، چې د بنګله‌دېش د بریا ورځ ده، له هند څخه بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.

د حسینې د حکومت د اطلاعاتو پخواني وزیر محمد علي عرفات له انادولو خبري اژانس سره په خبرو کې دا پرمختګ تایید کړی دی.

هغه وویل: «هو، هغې نېټه ټاکلې ده. اوس دا د بنګله‌دېش پر اوسنۍ ادارې پورې اړه لري چې د هغې د ستنېدو اسانتیاوې برابرې کړي.»

دا لومړی ځل دی چې شېخه حسینه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۵مه تر هغه ولسي پاڅون وروسته  چې د هغې ۱۵ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله او هند ته وتښتېده  خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره یوه مشخصه نېټه ټاکي.

حسینې همداراز د بنګله‌دېش له حکومت څخه غوښتي چې له نوي ډیلي څخه د هغې د ستنېدو لپاره د دغه هېواد په ملي هوايي شرکت «بیمان بنګله‌دېش ایرلاینز» (Biman Bangladesh Airlines) کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې شمع عبید اسلام  د دوشنبې په ورځ وویل چې حسینه به هېواد ته له ستنېدو سره سم ونیول شي او زندان ته به واچول شي.

ډاکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مجرمانو د سپارلو د شته تړون له مخې له هند څخه بنګله‌دېش ته د حسینې د سپارلو غوښتنه کړې ده.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روانې میاشتې په پیل کې د حسینې له خوا د نوي پاسپورټ او نورو اسنادو له غوښتنې وروسته، په هېواد کې سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی او یو شمېر تاوتریخجنې پېښې رامنځته شوې دي.

د حسینې ګوند «عوامي لیګ» لا هم په بنګله‌دېش کې له سیاسي فعالیتونو څخه منع دی.

نوموړې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د ۲۰۲۴ کال د پاڅون پر مهال د بشریت پر ضد د ترسره شویو جرمونو په تور په غیابي ډول په اعدام محکومه شوې وه.

بنګله‌دېش د ډسمبر ۱۶مه د بریا د ورځې په توګه نمانځي، چې په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستاني ځواکونو د تسلیمېدو یادونه کوي؛ هغه پېښه چې نهه میاشتنۍ جګړه یې پای ته ورسوله او د دغه هېواد خپلواکۍ ته یې لاره هواره کړه.

دوی همدارنګه غوښتنه کړې چې «د اړینو بشري توکو یو خپور شوی او له مخکې منل شوی نوملړ چمتو شي چې د دوه‌ګونې کارونې له ارزونې مستثنی وي» او «تجربه‌لرونکو نړیوالو بشري سازمانونو ته د فعالیت بېرته اجازه ورکړل شي.»

دوی لیکلي: «لکه څنګه چې موږ ټول پر دې موافق یو چې حماس باید بې‌وسلې شي او بیا د غزې د ادارې اجازه ورنه کړل شي، نو یقیناً پر دې هم موافق یو چې د خېمو ترمیمول، د دې ډاډ ترلاسه کول چې خلک په فاضله اوبو کې ژوند ونه کړي، او کنګل شویو ماشومانو ته تودوخه برابرول یو اساسي بشري مکلفیت دی.»

ملګرو ملتونو د نومبر پر ۱۱مه ویلي وو چې د بشري شریکانو او غړو هېوادونو له خوا پېرودل شوې تر ۱۵۰ زرو زیاتې خېمې له غزې بهر د ننوتلو لپاره د اسرائیلو اجازې ته په تمه دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق هغه مهال ویلي وو: «په پای کې، موږ د اسرائیلو د چارواکو همکارۍ ته اړتیا لرو چې اجازه راکړي ترڅو موږ وکولی شو دا خېمې دننه یوسو.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر په هماغه ورځ ویلي وو چې د نوي اسرائیلي حکومت جوړېدو ته انتظار کول غزې ته د ژمنیو توکو په رسولو کې د ځنډ لپاره «د منلو وړ پلمه نه ده.»

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پر غزې د اسرائیلو په نسل‌وژنې جګړه کې له ۷۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۱۷۶ زره نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او د دې سیمې ۹۰ سلنه زیربناوې ویجاړې شوې دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ