افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا درنده جګړه پيل شوې ده.
د افغانستان وسله والو ځواکونو تیره شپه د پاکستان پر خلاف د انتقامي بریدونو د پيلولو نه خبر ورکړ. د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوځي پوستو انتقامي بریدونه پيل کړي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا درنده جګړه پيل شوې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا درنده جګړه پيل شوې ده. / Reuters

د افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا درنده جګړه پيل شوې ده. دواړو لورو یو بل ته  د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبر ورکړی.

د افغانستان وسله والو ځواکونو تیره شپه د پاکستان پر خلاف د انتقامي بریدونو د پيلولو نه خبر ورکړ. د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوځي پوستو انتقامي بریدونه پيل کړي دي.

د بله پلوه پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر پلازمینه کابل او کندهار ولایت باندې هوايي بریدونه وکړل.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لورې د پلازمینې کابل په ګډون په څو ښارونو هوايي بریدونو پخلی کړی دی او ویلي دي چې پدې بریدونو کې هیچا ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی .

د بله پلوه د پاکستان د دفاع وزیر دا شخړه "ښکاره جګړه" بللې ده.

په پاکستان کې امنیتي سرچینو ویلي چې په دې بریدونو کې د پولې په اوږدو کې د طالبانو پوستې، مرکزونه او د وسلو ډیپوګان په نښه شوي دي. دواړو خواوو د درنو تلفاتو راپور ورکړی، خو د ارقامو په اړه یې سخت اختلاف شتون لري .

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د جمعې په ورځ وویل: "زموږ د صبر کاسه ډکه شوې ده. اوس ستاسو او زموږ ترمنځ ښکاره جګړه ده."

دا بریدونه د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د یوې اوږدې شخړې وېره رامنځته کوي. دا شخړه د اسلام اباد د هغو تورونو له امله ده چې ګواکې کابل هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیت یوه کورنۍ ستونزه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا کې هوايي بریدونه کړي دي.

د پاکستاني امنیتي چارواکو لخوا په شریک شوې ویډیو کې د پولې په اوږدو کې د درنو وسلو د ډزو رڼاګانې او غږونه اورېدل کېږي. کابل کې د بریدونو په یوه ویډیو کې له دوو ځایونو څخه د تورو لوګیو غبار او په یوه برخه کې سترې لمبې ښکاري. بله ویډیو یوه ودانۍ په اور کې ښيي چې چارواکي وايي په پکتیا ولایت کې د طالبانو یو مرکز دی.

د پاکستان د حکومت یوه ویاند، مشرف زیدي پر اېکس (X) لیکلي: "په افغانستان کې د اهدافو په وړاندې د پاکستان ځوابي بریدونه دوام لري." هغه دا اقدام د افغانستان د "بې موجبه بریدونو" په غبرګون کې وباله.

په کابل کې عیني شاهدانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له درنو چاودنو او د جټ الوتکو له غږونو اورېدل کېدل.

زیدي ادعا وکړه چې ۱۳۳ افغان طالب جنګیالي وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي، همدارنګه ۲۷ پوستې یې ویجاړې شوې او ۹ نورې نیول شوې دي.

خو مجاهد بیا ویلي چې ۵۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۹ پوستې یې نیول شوې دي. هغه د خپلو تلفاتو په اړه وویل چې ۸ طالب غړي وژل شوي، ۱۱ ټپیان دي او په ننګرهار ولایت کې ۱۳ ملکیان هم ټپیان شوي دي.

پاکستان له هغې وروسته په لوړ امنیتي خبرداري کې دی چې روانه اونۍ یې په ختیځ افغانستان کې د پاکستاني طالبانو (TTP) او داعش پر مرکزونو بریدونه وکړل. کابل وویل چې په هغو بریدونو کې ۱۸ ملکیان وژل شوي او ټینګار یې وکړ چې وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې کار واخلي. طالبانو دا خبرداری هم ورکړی و چې سخت ځواب به ورکړي.

 

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.