تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د نوامبر لسمه د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې تلین لمانځل کیږي
د نوامبر لسمه د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې تلین په ټول هیواد او له هیواده بهر د تورکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ لمانځنې کیږي.
د نوامبر لسمه د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې تلین لمانځل کیږي
د نوامبر لسمه د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې تلین لمانځل کیږي / AA

د نوامبر لسمه د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې تلین په ټول هیواد او له هیواده بهر د تورکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ لمانځنې کیږي.

د ویلو ده چې لومړني مراسم د اتاترک په مزار ( انت کبیر ) کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د پارلمان رئیس نعمان کورتولموش، د کابینې غړيو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، د قضایي قوې لوړپوړي غړيو او پوځي قوماندانانو ګډون کړی و.

اردوغان د اتاترک پر قبر د سره او سپینو ګلونو ګیډۍ چې د تورکیې د بیرغ په بڼه جوړه شوې وه، کیښوده.

په ځايي وخت د سهار په ۹ بجو او ۵ دقیقو  کله چې اتاترک له نړۍ سترګې پټې کړې وې، ګډونوالو د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه او وروسته د تورکیې ملي سرود وغږول شو. د مراسمو په ترڅ کې د تورکیې بیرغ نیمه ځوړند شو.

وروسته، اردوغان او ورسره مل پلاوي د میثاق ملي څلي ته لاړل؛ اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي  د یادګار کتاب لاسلیک کړ او د اتاترک او د هغه د سنګر ملګرو یاد یې تازه کړ.

اردوغان پدې کتاب کې داسې  ولیکل: "موږ د تورکیې جمهوریت، چې تاسو ' خپل  تر ټولو لوی اثر' باله، په لیوالتیا سره ساتو او د خپل هیواد هر ګوټ په نویو لاسته راوړنو سره ښکلا ورکوو."

اردوغان زیاته کړه: "د وړ او تکړه کادرونو په مشرۍ، تورکیه د نړیوال ځواک کیدو په لور په ډاډمنو ګامونو مخ په وړاندې روانه ده."

اتاترک د جمهوریت د لومړي ولسمشر په توګه تر ۱۰ نوامبر ۱۹۳۸ پورې دنده ترسره کړه؛ په همدې نیټه، د ۵۷ کلونو په عمر په استانبول کې د سیروز ناروغۍ له امله ومړ.

د تورکیې خلک هر کال د نوامبر په ۱۰مه په دودیز ډول د اتاترک مزار ته ځي او د ملت بنسټ ایښودونکي ته خپل درناوی وړاندې کوي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ