تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي ترمنځ په لیدنه کې دواړو لوریو د امنیت په برخه کې د همکاریو پر ژورولو توافق وکړ.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
ولسمشر اردوغان ، علي زیدي

«د تورکیې او عراق چارواکو په سنجار کې د دولتي واکمنۍ پر بشپړ پلي کولو او د غیرقانوني بهرنیو وسله والو عناصرو د شتون پر پای ته رسولو پرېکړه وکړه.»

د تورکیې د ولسمشرۍ د عامه اړیکو ریاست د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې په نیویارک کې د ولسمشر اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی ترمنځ له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه» خپره کړه.

د اعلامیې له مخې، د تورکیې او عراق چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې په هر اړخیزه توګه وڅېړلې او په امنیتي برخه کې یې د همکاریو پر پراخولو موافقه وکړه. په دې چوکاټ کې، په سنجار کې د دولتي واکمنۍ او حاکمیت پر بشپړ ټینګښت او د غيرقانوني بهرنیو وسله والو عناصرو د حضور پر پای ته رسولو توافق وشو.

په امنيتي اقداماتو کې د عراق د پرمختګ په رڼا کې او د ټاکل شوي مېکانیزم او مهالوېش مطابق، تورکي ځواکونه به د بعشيقه-زیلکان پوځي اډه په تدریجي ډول د عراق فدرالي حکومت ته وسپاري.

دواړو لوریو همدارنګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د کچې پر زیاتولو، د لاسلیک شوو تړونونو پر سمدستي پلي کولو او د ګډو ستراتیژیکو پروژو په ځانګړي ډول د «پراختیا لارې»  پروژې  پر چټکولو هم نظر تر لاسه کړ او اتفاق ته ورسېدل.

وپلټۍ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
د ورځې مهم لنډ خبرونه
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
زیلینسکي او مکرون د اوکراین د هوايي دفاع او ژمي د ملاتړ په اړه خبرې وکړي
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
له ۱۶۰ څخه زیاتو لوبغاړو د ایرلینډ او اسرائیل د فوټبال سیالۍ د بایکاټ غوښتنه وکړه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا وویل چې ټرمپ "پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري"
په سور سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ د خطرونو په ډېرېدو سره، اروپايي ټولنه د نورو جنګي بېړیو غوښتنه کوي
سپینې ماڼۍ د 'ټرمپ تلویزیون' (Trump TV) په نامه د تلویزیوني چینل د جوړولو نه خبر ورکړ.
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ