تورکیې ولسمشر اردوغان د اتاترک د یاد، ځوانانو او سپورټ د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ

ولسمشر اردوغان وویل: "موږ د خپلو نیکونو لخوا موږ ته سپارل شوی مقدس میراث، یعنې وطن او جمهوریت نه په ډیره ښه توګه ساتنه کوو، او موږ په هره برخه کې د تورکیې جمهوریت د پرمختګ د تل پاتي کیدو په خاطر شپه او ورځ هڅه کوو ."

/ TRT World and Agencies

د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ په پیغام کې چې  د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د دوشنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) کې خپور کړ، ولسمشر اردوغان د مې ۱۹ تاریخي اهمیت ته اشاره کړې ده .  دا هغه ورځ ده چې په ۱۹۱۹ کال کې د تورکیې د خپلواکۍ جګړه د مصطفی کمال اتاترک، چې د تورکیې د جمهوریت بنسټ ایښودونکی دی، په مشرۍ پیل شوه.

ولسمشر اردوغان وویل: "موږ د خپلو نیکونو لخوا موږ ته سپارل شوی مقدس میراث، یعنې وطن او جمهوریت نه په ډیره ښه توګه ساتنه کوو، او موږ په هره برخه کې د تورکیې جمهوریت د پرمختګ د تل پاتي کیدو په خاطر شپه او ورځ هڅه کوو ."

اردوغان ټینګار وکړ چې هغه د تورکیې ځوانان نه یوازې د راتلونکي جوړونکي بولي، بلکې د بدلون محرک ځواک هم ګڼي. هغه وویل: "زه په ریښتیا باور لرم چې زموږ ځوانان به د خپلې انرژۍ، هوډ او هیلو په مرسته، چې د خپل تمدن میراث په زړونو کې لري، پدې پيړۍ د 'تورکیې پېړۍ' په توګه یو ځانګړی نښه پرېږدي."

ولسمشر اردوغان د تورکیې د راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو رول ته په اشارې سره وویل "موږ هر هغه ستونزه حل کوو او د تل لپاره یې له منځه وړو چې د تورکیې د ځوانانو انرژي او د هېواد سرچینې په بې ګټې بحثونو ضایع نشي."

هغه زیاته کړه: "موږ په خپل ټول توان سره  کار کوو ترڅو د خپلو ځوانانو لپاره یو سوله ییز، پرمختللی او هوسا هېواد پرېږدو. موږ خپلو ځوانانو ته په هره برخه کې د خپل استعداد د موندلو فرصتونه ورکوو، له ساینس څخه تر هنر، سپورټ څخه تر کرنې، ډیپلوماسۍ څخه تر اټومي ټکنالوژۍ پورې، او موږ د خپلو ځوانانو سره لاس په لاس او اوږه په اوږه روان یو ترڅو د یوې سترې او ځواکمنې تورکیې ارمان پوره کړو."

هغه وویل چې دوی به د  تورکیې د ټولو ځوانانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په نه ستړي کېدونکي توګه کار کوي، هیڅکله نه تسلیمېږي، او غواړي چې د خپلو پلرونو څخه پاتې تمدني میراث نور هم وځلوي.

د ځوانانو او سپورټ ورځ

د تورکیې ولسمشر وویل چې دوی به تل د تورکیې د ځوانانو لپاره د لا زیاتو هڅو او لاسته راوړنو لپاره خپله اراده وساتي او د تورکیې هر بریا به د ځوانانو په نوم کړي، "چې د یو مرکزي هېواد په توګه د تورکیې د ځواکمنېدو او د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره مو ګامونه اخیستي دي."

اردوغان د خپلواکۍ جګړې ټولو اتلانو، په ځانګړې توګه غازي مصطفی کمال، ته درناوی وکړ.

د ۱۹۱۹ کال د مې ۱۹مه هغه ورځ وه چې اتاترک، چې وروسته د تورکیې د جمهوریت بنسټ ایښودونکی شو، د استانبول څخه د تور سمندرګي سیمې سامسون ښار ته ورسېد ترڅو هغه جګړه پیل کړي چې څلور کاله وروسته یې ملت په عصري تورکیه بدل کړ.

په ۱۹۳۸ کال کې، اتاترک د مې ۱۹مه د تورکیې د ملت ځوانانو ته ځانګړې کړه، چې د ځوانانو او سپورټ د ورځې په توګه ملي رخصتي اعلان کړه. په دې ورځ ځوانان په سپورټي او کلتوري فعالیتونو کې برخه اخلي او په ټول هېواد کې رسمي مراسم ترسره کېږي.