تورکیې پر غزې د اسرائیلو نوي بریدونه وغندل او د نړۍوالې ټولنې نه يي د هر څه ژر مداخلې غوښتنه وکړه
تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې پر غزې د اسرائیلو نوي بریدونه وغندل او د نړۍوالې ټولنې نه يي د هر څه ژر مداخلې غوښتنه وکړهتورکیې پر غزې  د اسرائیلو وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او نړۍوالې ټولنې ته ددې خونړیو بریدونو د مخنیوي په خاطر د خوځښت بلنه ورکړه.
/ Public domain
 

تورکیې دا بریدونه چې په سلګونه فلسطینیانو پکې ژوند د لاسه ورکړی ، په کلکه غندلي دي او دغه بریدونه یې د تل ابیب د "نسل وژنې پالیسۍ" دوام بللی دی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه تاوتریخوالی د نتنیاهو د حکومت لخوا د ظلم نوې څپه  ده.

په بیان کې راغلي: "اسرائیل د نړیوالو قوانینو او نړیوالو ارزښتونو په تر ټولو سخت ډول سرغړونه کوي او د بشریت پر وړاندې چلند کوي."

وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو کړنې په داسې وخت کې د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي چې نړیوالې هڅې د سولې د بیا راوستلو لپاره روانې دي. په بیان کې ویل شوي: "دا د منلو وړ نه ده چې اسرائیل د تاوتریخوالي نوې کړۍ رامنځته کوي."

انقرې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د اسرائیلو د تېري پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي، د سمدستي او دوامداره اوربند غوښتنه وکړي، او د بشري مرستو د بې خنډه رسولو لپاره هڅې وکړي.

په پای کې، تورکیې د فلسطین د خلکو د عادلانه مبارزې لپاره خپل نه ماتېدونکی ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د سیمې د سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .