ټرمپ د خپلې نوې دورې د لومړنیو سلو ورځو کړنې او لاسته راوړنې بیان کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې د لومړنیو سلو ورځو د کړونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو په خاطر په  میشیګن کې د یو لړ غونډو په جوړولو پیل کړی دی.

President Trump holds a rally in Michigan to mark the first 100 days of his second term / AP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې د لومړنیو سلو ورځو د کړونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو په خاطر په  میشیګن کې د یو لړ غونډو په جوړولو پیل کړی دی.  ویل کیږي ټرمپ به پدې غونډو کې  د خپلې دویمې دورې د لومړیو ۱۰۰ ورځو د لاسته راوړنو یادونه وکړي او خلکو ته به د هېواد د راتلونکي په اړه ډاډ ورکړي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ډیټروایټ شمال ته د مکومب ټولنې کالج کې یوې غونډې ته وویل: "وګورئ چې څه روان دي — په لسګونو شرکتونه بیرته امریکا ته راستنیږي. تاسو باید وګورئ چې څه روان دي. ټول غواړي بېرته میشیګن ته راشي او دلته موټرې تولید کړي."

هغه زیاته کړه: "موږ نن شپه  د خپل هېواد په زړه کې د تاریخ تر ټولو بریالۍ لومړنۍ ۱۰۰ ورځې لمانځو."

ټرمپ وویل: "دا تر اوسه پورې د امریکا  په تاریخ کې تر ټولو ټولو غوره ۱۰۰ ورځې دي  او هر څوک دا وايي."

له دې وړاندې، ټرمپ د ملي ګارډ په یوه هډه کې د خپلې ادارې د دفاعي پانګونو یادونه وکړه او د خپلې لومړۍ دورې د بهرني سیاست لاسته راوړنې یې وستایلې، چې د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې ترسره کړې وې.

په ملي دفاعي سکتور کې د یو تریلیون ډالرو پانګه اچونه

په یو نسبتاً نادره توګه  ولسمشر ټرمپ  د میشیګن د ډیموکراټ والي  ګریچن ویتمر ستاینه وکړه.

هغه وویل چې ویتمر د ډیټروایټ شمال ختیځ کې د سیلفریج هوايي ملي ګارډ هډې د ژغورلو په برخه کې مهم رول لوبولی، چې تېر کال ځايي رسنیو د دې هډې د راتلونکي په اړه اندېښنې راپور کړې وې.

ټرمپ وویل: "زه به په ملي دفاع کې د ریکارډ جوړونکي ۱ ټریلیون ډالرو پانګونې ملاتړ وکړم." هغه دا خبرې د لسګونو سرتېرو، ویتمر او هیګسېت په وړاندې وکړې.

هغه د خپلې وینا پر مهال وویل چې د سیلفریج هډې ته  به ۲۱ بوینګ F-15X جنګي الوتکې وپیري. ویتمر په خپلو څرګندونو وویل چې دا اقدام به د هډې ماموریت خوندي کړي او دا د میشیګن لپاره یوه "لویه، دوه اړخیزه بریا" وه چې د دندو ساتنه به وکړي.

ټرمپ وروسته د ډیټروایټ ته نږدې په وارن کې یوې ماښامنۍ غونډې ته وینا وکړه. دا غونډه، چې د هغه د دویمې غیر پرله‌پسې دورې له پیل راهیسې تر ټولو لویه وه، د دې لپاره یوه موقع وه چې د خپلې ادارې د لومړیو سلو ورځو اجراعاتو او  اصلي لاسته راوړنو یادونه وکړي.

د رویټرز/ایپسوس درې ورځنی نظرپوښتنه چې د یکشنبې په ورځ بشپړه شوه، وښوده چې ۴۲ سلنه ګډونوال د ټرمپ د کړنو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې ۵۳ سلنه یې مخالفت کړی. دا د جنورۍ په میاشت کې د رویټرز/ایپسوس نظرپوښتنې د ۴۷ سلنه ملاتړ څخه راټیټه شوې ده.

په دې وروستۍ سروې کې یوازې ۳۶ سلنه ګډونوالو د ټرمپ د اقتصادي مدیریت ملاتړ کړی، چې دا د هغه د اوسني دورې یا د ۲۰۱۷-۲۰۲۱ دورې تر ټولو ټیټه کچه ده.