سیاست
4 د لوستلو دقیقې
د جي ۷ غونډه د ټرمپ د تعرفو او اوکراین په اړه اختلاف نظر تر سیوري لاندې جوړیږي
د لویدیځو مخکښو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ په کاناډا کې سره راټول شول.
00:00
د جي ۷ غونډه د ټرمپ د تعرفو او اوکراین په اړه اختلاف نظر تر سیوري لاندې جوړیږي
/ AFP

د لویدیځو مخکښو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ په کاناډا کې سره راټول شول. دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې  د اوکراین په اړه د امریکا د پالیسۍ بدلون او د تعرفو لګولو له امله د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د امریکا د متحدینو ترمنځ د اوو اونیو راهیسې کړکېچ زیات شوی.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د بهرنیو چارو وزیران، د اروپایي اتحادیې سره یو ځای، د دوو ورځو لپاره د کاناډا د  کیوبیک په غونډیو کې د لا مالبې په لرې سیاحتي ښارګوټي کې سره راټول شول. په تېرو وختونو کې، د دوی غونډې په عمومي ډول د مخامخ ستونزو په اړه د نظرونو په همغږۍ ولاړې وې.

د واشنګټن د متحدینو لپاره د اجنډا په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ  د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اوکراین سره د خبرو په اړه معلومات ترلاسه کول وو. اوکراین ویلي چې دوی د ۳۰ ورځو اوربند ملاتړ ته چمتو دي.

خو د کاناډا د لومړۍ G7 غونډې د مشرۍ په  درشل کې، د یوې ګډې پایلې جوړول ستونزمن شوي دي. د امریکا پرېکړه چې په فولادو او المونیمو باندې ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې، سمدستي د کاناډا او اروپایي اتحادیې له خوا د متقابلو اقداماتو سره مخ شوه، او کړکېچ یې لا زیات کړ.

واشنګټن هڅه کړې چې د اوکراین په اړه د څرګندونو په اړه محدودیتونه وضع کړي  او د روسیې لخوا د بندیزونو نه د تیښتې  د سمندري  شبکې په اړه د جلا اعلامیې سره  مخالفت کړی، په داسې حال کې چې د چین په اړه د سختو څرګندونو غوښتنه کوي.

د دوشنبې په ورځ، روبیو خبرداری ورکړ چې واشنګټن داسې ژبه نه غواړي چې د روسیې او اوکراین د خبرو اترو هڅې زیانمنې کړي. د چهارشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې یوه ښه G7 اعلامیه به وښيي چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې پرمختګ کړی دی.

د G7 ډیپلوماټانو ویلي چې په جدې کې مثبتې پایلې ښایي د اوکراین په اړه خبرې لږې اسانه کړي.

امریکا، د جنورۍ په ۲۰مه د ټرمپ د دفتر ته د راستنېدو راهیسې، د اوکراین په اړه لږ دوستانه دریځ غوره کړی، د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه یې کړې، له اروپایي شریکانو یې غوښتي چې د بار ډېره برخه پر غاړه واخلي، پرته له دې چې په راتلونکو خبرو کې د دوی رول په ښکاره ډول ومني، او د مسکو سره یې اړیکې تودې کړې دي.

حتی جاپان، چې د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه ډېر تکیه لري، د ټرمپ د نیوکو هدف ګرځېدلی دی.

یوه اروپایي ډیپلوماټ په طنز سره وویل: "دا ډېر ستونزمن دی. ښایي موږ باید د G8 لپاره انتظار وکړو." ټرمپ وړاندیز کړی چې د G8 بیا راژوندی کړي. د ویلو ده چې روسیه ۱۱ کاله مخکې هله د جي ۸ سازمان نه وویستل شوه چې د اوکراین اړوند د کریمیا په سیمه يي برید وکړ او دا سیمه يي د نیولو نه وروسته د خپل هیواد سره ګډه کړه.

په کاناډا کې د امریکا د متحدینو لپاره ستونزې تر بل هر ځای ډېرې څرګندې دي. د امریکا او کاناډا ترمنځ اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رارسیدلي دي. ددې خبرې اصلي لامل  د ټرمپ  لخوا  پر ټولو کاناډایي وارداتو تعرفو لګولو ګواښونه او په دوامداره کاناډا د امریکا متحده ایالتونو د  ۵۱م ایالت د جوړولو په اړه څرګندونې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو خبریالانو ته وویل: "موږ به په G7 کې پر ټولو دغو موضوعاتو تمرکز وکړو. دا غونډه د دې لپاره نه ده چې څنګه کاناډا ونیسو."

دا خبرې ښایي اوټاوا ته د قناعت وړ نه وي. د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د چهارشنبې په ورځ وویل چې په G7 کې به د تعرفو په اړه د اروپایانو سره د ځواب همغږي کولو او پر امریکایانو د فشار راوړلو لپاره په هره غونډه کې دغه موضوع راپورته کړي.

اروپایي ډیپلوماټانو ویلي چې دوی هیله لري د G7 له لارې په مستقیم ډول ارزونه وکړي چې روبیو په امریکا د بهرني سیاست څومره اغېز لري.

ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت سره تړاو نه لرونکي ګڼ شمېر چارواکي د خبرو لپاره کارولي، له اوکراین څخه نیولې د منځني ختیځ وضعیت پورې، چې متحدین یې د واشنګټن د ځینو غیرمنظم څرګندونو له امله اندېښمن کړي دي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ