تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د تورکیې د پارلمان عمومي غونډه د عدن په خلیج، د سومالیا په اوبو او د عربو په بحیره (بحر العرب) کې د تورکي وسله والو ځواکونو د دندې د ۲ نورو کلونو لپاره د غځولو په موخه جوړه شوه.
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه

په دې اړه د ولسمشرۍ وړاندیز د تورکیې د پارلمان په عمومي غونډه کې ومنل شو.
د تورکیې د پارلمان عمومي غونډه د عدن په خلیج، د سومالیا په اوبو او د عربو په بحیره (بحر العرب) کې د تورکي وسله والو ځواکونو د دندې د ۲ نورو کلونو لپاره د غځولو په موخه جوړه شوه.

د ولسمشرۍ په دغه وړاندیز کې ټینګار شوی چې تورکي سرتېري د ملګرو ملتونو او ناټو په چوکاټ کې دندې ترسره کوي.

په یاد پرېکړه لیک کې دې ته اشاره شوې چې په ځانګړې توګه له سومالیا څخه د سمندري حریم د امنیت ساتلو لپاره له تورکیې څخه د مرستې غوښتنه شوې ده. همدارنګه په سیمه کې د تورکیې پورې اړوند کښتیو د امنیت تامین، له وسله والو غلو او سمندري تروریزم سره اغېزمنې مبارزې ته په پام سره، په دې برخه کې د ترکیې رول خورا مهم بلل شوی دی.

په عمومي غونډه کې د سیاسي ګوندونو د استازو له ویناوو وروسته په ترسره شوې رایه اچونه کې د ولسمشرۍ یاد وړاندیز د رایو په اکثریت سره تصویب شو.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ