تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
هاکان فیدان : تورکیه د سوریې، اوکراین او منځني ختیځ په مسئلو کې یو مهم لوبغاړی دی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سوریې د کردانو د حقونو د بیا رغونې پر اړتیا ټینګار وکړ او تابعیت، کلتوري او سیاسي مساوات یې د اړینو ګامونو په توګه یاد کړل.
هاکان فیدان : تورکیه د سوریې، اوکراین او منځني ختیځ په مسئلو کې یو مهم لوبغاړی دی
/ AA

هاکان  فیدان د تیرې چارشنبې پر ورځ د خبریالانو سره د روژه ماتي په مراسمو کې  د سوریې د احمد الشراع  او د سوریې په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې  ترمنځ د وروستي تړون په اړه د تورکیې دریځ ته په اشارې سره وویل چې انقره محتاط پاتې ده او پرمختګونه به له نږدې وڅاري.

فیدان د داسې یو تړون د اغیزو په اړه د تورکیې د اندیښنو په بیانولو سره وویل "موږ به په لنډ وخت کې د کنټرول له لاسه ورکولو پرته پروسه وڅارو،"

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سوریې د کردانو د حقونو د ورکولو پر  اړتیا د ټینګار سره وویل ، تابعیت، کلتوري او سیاسي مساوات اړین ګامونه دي .

په سوریه کې د اسرائیلو د شتون په اړه د اقدام غوښتنه

فیدان له دمشق څخه وغوښتل چې د سوریې له خاورې څخه د اسرائیلو د ځواکونو ایستلو ته لومړیتوب ورکړي، ټینګار یې وکړ چې د سوریې حکومت باید د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې د دې پروسې مسؤلیت په غاړه واخلي.

اسرائیل په سوریه کې پرله پسې هوایی بریدونه کړي، ډیری وختونه ډیری ځایونه په نښه کوي، پداسې حال کې چې له ۱۹۶۷ راهیسې د ګولان لوړو اوږدمهاله اشغال ساتلی دی.

د ترهګرۍ ضد همکارۍ ګړندۍ کیږي

فیدان څرګنده کړه چې پنځه هیوادونه په اردن کې د داعش ترهګرې ډلې په وړاندې د ګډو عملیاتو او استخباراتي مرکز د جوړولو لپاره راټول شوي دي.

هغه یادونه وکړه چې تخنیکي ټیمونه د مرکز په جوړولو کې په فعاله توګه کار کوي، چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ د زیاتولو لپاره سیمه ایزې هڅې منعکس کوي.

د تورکیې او امریکا اړیکې او د اوکراین جګړې ډیپلوماسي

فیدان د امریکا سره د تورکیې د اړیکو په اړه وویل، د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ وروستۍ اړیکه "ډیره مثبته" وبلله، چې د اردوغان لپاره د ټرمپ درناوی په ګوته کوي.

د روسیې او اوکراین د روانې جګړې په اړه، فیدان وویل چې تورکیه د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې "که چیرې اړخونه د یو جوړ جاړي موافقه وکړي" د احتمالي سوله ساتو ځواکونو سره د ونډې اخیستلو لپاره خلاص دی. تورکیې د مسکو او کیف ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې کلیدي رول لوبولی دی، چې پخوا یې د تور سمندر د غلو دانو د معاملې او د بندیانو تبادلې ته لاره هواره کړې وه.

لکه څنګه چې د سیمه ایز امنیت متحرکات وده کوي، انقره ځان په سوریه، اوکراین او پراخ منځني ختیځ کې په ډیپلوماتیک، امنیت او سوله ساتو هڅو کې د یو مهم لوبغاړي په توګه ځای په ځای کوي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.