د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو د زغره والو ځواکونو په ګډون تر ۱۵۰۰ ډیرو پوځیانو په غزه کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې
د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر او یو زیات شمیر پوځي څیرو په ګډون تر ۱۵۰۰ تنو ډیرو کسانو د اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو په خاطر پر غزې د روانو بریدونو د هر څه ژر درولو غوښتنه کړې .
د اسرائیلو د زغره والو ځواکونو په ګډون تر ۱۵۰۰ ډیرو پوځیانو په غزه کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې
/ Reuters

د اسرائیلو د زغره‌وال ځواک له ۱۵۰۰ څخه زیات پوځیانو، چې جنرالان هم پکې شامل دي، حکومت ته د یوې عریضې په وړاندې کولو له  حکومته د جګړې د درولو او هر څه ژر د ټولو یرغملو کسانو د خوشې کیدو لپاره د لارې هوارولو غوښتنه کړې ده.

د اسرائیلي ورځپاڼې "معاریو" د راپور له مخې، دا عریضه د  ۱۵۲۵ پوځیانو لخوا  لاسلیک شوې ده، چې په کې د پخواني لومړي وزیر او د عمومي قوماندانۍ مشر ایهود باراک، د مرکزي قوماندانۍ پخوانی مشر عمیرام میتسنا، د پوځ د پخواني مشر دان حالوتس، او د پوځي استخباراتو او زغره‌وال ځواک پخواني مشران هم شامل دي. په دې عریضه کې ویل شوي چې "د یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره باید هر ممکن اقدام وشي، حتی که دا د جګړې د درولو په بیه هم وي." دوی ټینګار کړی چې دا موضوع باید د دولت لپاره تر ټولو لوړ لومړیتوب ولري.

دغه سند د ورته نورو نوښتونو یوه برخه ګرځېدلې ده: د "انادولو" خبري اژانس د راپور له مخې، له پنجشنبې راهیسې لږ تر لږه لس عریضې د پوځیانو له خوا خپرې شوې دي چې په غزه کې د جګړې د درولو غوښتنه کوي. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ځواب کې ګواښ کړی چې هغه ټول فعال سرتیري به له دندو ګوښه کړي چې ورته غوښتنې یې لاسلیک کړي وي.

اسرائیلو د مارچ په ۱۸مه په غزه کې خپل بریدونه بیا پیل کړل، چې د جنورۍ له ۱۹مې د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په دې سیمه کې نږدې ۵۱ زره فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د نتنیاهو او د دفاع پخواني وزیر ګالانت د نیولو امرونه صادر شوي دي، او په هاګ کې د اسرائیلو پر وړاندې د نسل‌وژنې په تور قضیه روانه ده.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي