د افغانستان ګڼشمیر ولایتونه تیره شپه او نن سهار یو ځل بیا زورورو زلزلو ولړزول.

رېښتر په کچه ۵.۶ درجې یوې زورورې زلزلې تیره شپه د افغانستان سوېل ختیځ سیمې ولړزولې. همداشان نن سهار یو ځل بیا په کونړ او شاوخوا ولایتونه کې زوروره زلزله رامنځته شوه

افغانستان زلزله / Reuters

 د افغانستان ګڼشمیر ولایتونه تیره شپه او نن سهار یو ځل بیا نسبتآ شدیدې زلزلو ولړزول.

رېښتر په کچه ۵.۶ درجې یوې زورورې زلزلې تیره شپه د افغانستان سوېل ختیځ سیمې ولړزولې. همداشان نن سهار یو ځل بیا په کونړ او شاوخوا ولایتونه کې زوروره زلزله رامنځته شوه. د امریکا د جیولوژیکې سروې ادارې ددې زلزلې شدت ۵ عشاریه ۲ ښودلې او ویلي دي چې زلزله ۹ عشاریه ۱ کیلومتره په ژوروالي سره رامنځته شوې ده.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د یکشنبې ورځې له مرګونې زلزلې او ورپسې ټکانونو وروسته چې له امله يي په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته پرون پنجشنبه د شپې په ناوخته ساعتونو کې یو ځل بیا  د افغانستان په سوېل ختیځ کې د رېښتر په کچه ۵.۶ درجې په شدت سره  یوه زوروره زلزله رامنځته شوه.

همداشان نن جمعه د سپټمبر ۵ مه نیټه یو ځل بیا د سهار په وختي ساعتونو کې د افغانستان ختیځې سیمې د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۲ په شدت سره یوې بلې زلزلې ولزولې.

د بله پلوه د جرمني د ځمکپوهنې د څېړنو مرکز بیا د تیرې شپې د  زلزلې شدت ۶.۳ درجې ښودلی دی.

همداشان د جرمني د ځمکپوهنې د څیړنو مرکز د نن سهار زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ عشاریه ۴ ښودلی دی.

د زلزلې ټکانونه په ګاونډي هیواد  پاکستان په مرکزي او شمال لوېدیځو سیمو کې هم محسوس شوي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د دغو ټکانونو شدت د رېښتر په کچه ۵.۹ درجې اندازه کړی دی.

په کونړ ولایت کې د افغانستان د سرپرست حکومت یوه چارواکي انادولو اژانس ته ویلي چې دغه ټکانونه په کونړ او د هېواد په ځینو نورو برخو کې هم محسوس شوي دي.

د سیمه ییزې ادارې ویاند، عبدالغني وویل: تر اوسه د نورو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی، خو د اوسېدونکو ترمنځ یې وېره خپره کړې ده.