د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل، هېواد یې غواړي د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو کې رول ولري او تر هغه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول تایید نه کړي ترڅو چې د یوې وروستۍ هوکړې له شرایطو په بشپړه توګه ډاډه نشي.
ژان نوېل بارو، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ويټو حق لرونکی دایمي غړی دی، فرانس انفو ټلویزیوني شبکې ته وویل چې په سیمه کې ثبات تر هغه نه راځي ترڅو چې له ایران سره د امریکا په خبرو کې د دغه هیواد د بالستیک توغندیو پروګرام او له خپلو نیابتي ډلو څخه د ملاتړ موضوعات شامل نه وي.
هغه وویل: «د هغو لویو امتیازاتو په بدل کې چې د ملګروملتونو لخوا د لګول شوو بندیزونو لیرې کول دي باید له ایران وغوښتل شي چې د خپل اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو پروګرام په اړه ژمنې پر ځای کړي.
بارو زیاته کړه: «فرانسه د ملګرو ملتونو (امنیت شورا) دایمي غړې ده، نو لکه څنګه چې ۱۰ کاله وړاندې وضعیت و، فرانسه باید د بندیزونو د لیرې کولو لپاره خپله هوکړه ورکړي.»
د امریکا او ایران ترمنځ پدې اونۍ کې شوې هوکړه غوښتنه کوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات باید په راتلونکو ۶۰ ورځو کې ترسره شي او وروستۍ هوکړه باید د امنیت شورا لخوا تایید شي.
اروپايي قدرتونه وېره لري چې د امریکا «نا تجربه» مذاکره کوونکی ټیم ښايي ونشي کړای یو پیاوړی اټومي تړون ترلاسه کړي یا په راتلونکي پړاو کې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام ته حللاره ومومي، چې دا کار د کړکېچ د اوږدېدو خطر رامنځته کوي.
فرانسه، بریتانیا او جرمني غواړي د راتلونکو خبرو اترو په بڼه ورکولو کې ونډه ولري، وروسته له هغه چې په وروستیو میاشتو کې له پامه غورځول شوي وو.
دغو درېیو هېوادونو په ۲۰۰۳ کال کې لومړی له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړې وې او وروسته یې د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره مرسته وکړه چې د ۲۰۱۵ کال تړون ترلاسه کړي. خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تړون تل غندلی او په خپله لومړۍ دوره کې ترې وتلی و.
بارو وویل: «زموږ هدف دا دی چې له ایراني رژیم څخه لوی امتیازات ترلاسه کړو او په چلند کې یې بنسټیز بدلون راولو. زموږ خبره به وزن ولري، ځکه چې د امنیت شورا د غړي په توګه، دا موضوع په مستقیم ډول د دې کړکېچ له حل سره تړلې ده.»





















