سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د جنوبي کوريا پخوانی لومړی وزير د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند شو
جنوبي کوریا د جون په ۳ مه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر چې استیضاح په نتیجه کې له واکه لرې کړی شو ځای ناستی وټاکي.
د جنوبي کوريا پخوانی لومړی وزير د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند شو
Former South Korean Prime Minister Han Duck-soo announces bid for presidency / Reuters
 

د جنوبي کوریا پخواني لومړي وزیر هان ډک سو د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندۍ اعلان کړه، چې دا د پخواني ولسمشر د استیضاح له امله رامنځته شوې ناڅاپي ټاکنو کې د ګډون لپاره دی.

د جون په ۳مه ټاکنې به هغه څوک وټاکي چې د استیضاح شوي پخواني ولسمشر یون سوک یول ځای ونیسي، څوک چې د ډسمبر په میاشت کې د نظامي قانون د اعلان له امله له خپلې دندې لرې کړل شو او هیواد یې په اوږدمهاله سیاسي ګډوډۍ کې ډوب کړ.

د هیواد سیاسي بې ثباتي د پنجشنبې په ورځ لا زیاته شوه کله چې د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند لپاره د ټاکنو د قانون د سرغړونې په تور بیا محاکمه امر وشو، او په همدې حال کې دوه مهم دولتي چارواکي – چې یو یې هان و – استعفا ورکړه.

هان د پنجشنبې په ورځ د سرپرست ولسمشر او لومړي وزیر په توګه د خپلې دندې پریښودو پر مهال د ولسمشرۍ لپاره د احتمالي نوماندۍ اشاره ورکړه، او ویې ویل چې دی چمتو دی "لوی مسؤلیت په غاړه واخلي". هغه د جمعې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: "د کوریا د جمهوریت د راتلونکي لپاره، چې زه ورسره ژوره مینه لرم، او زموږ ټولو لپاره، ما پرېکړه کړې چې هغه څه وکړم چې زما په وس کې دي." هغه زیاته کړه: "زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې زموږ د خلکو لخوا په دې ولسمشرۍ ټاکنو کې وټاکل شم."

پخواني لومړي وزیر د ډسمبر په میاشت کې د یون د پارلمان لخوا د استیضاح وروسته د هیواد د سرپرست ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. تمه کیږي چې دا ۷۵ کلن مسلکي بیوروکراټ به د یون د خلکو د ځواک ګوند سره یوځای شي ترڅو د لیبرال مخکښ نوماند لی جای میونګ په وړاندې یو متحد محافظه کاره کمپاین پیل کړي.

هان د لیبرال او محافظه کارو حکومتونو ترمنځ په بېلابېلو لوړپوړو دندو کې کار کړی، چې پکې د مالیې وزیر، د سوداګرۍ وزیر او په امریکا کې د هیواد سفیر په توګه دندې شاملې دي. په ځانګړې توګه، هان دوه ځله د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، لومړی د پخواني ولسمشر رو مو هیون تر مشرۍ لاندې او بیا د یون په حکومت کې.

هان وویل: "ما خپل ژوند د کوریا جمهوریت د ویاړلي دولتي مامور په توګه د اقتصادي پرمختګ په لومړۍ کرښه کې د خدمت لپاره وقف کړی دی." هغه ژمنه وکړه چې د واشنګټن د تعرفو په اړه روان سوداګریز کړکېچ به حل کړي. هغه همدارنګه د اساسي قانون د تعدیل ژمنه وکړه ترڅو د ولسمشرۍ دوره لنډه کړي.

د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره له اوږدې مودې راهیسې د یو کس په لاس کې د ډیر واک د تمرکز له امله له نیوکو سره مخ ده، او منتقدین یې تور پورې کوي چې د کافي توازن او څارنې نشتوالی لري. د هان اعلان یوه ورځ وروسته له هغې وشو کله چې د هیواد سترې محکمې هغه پرېکړه لغوه کړه چې مخکښ نوماند لي د تیر کمپاین پر مهال د دروغو څرګندونو په کولو کې بې ګناه ګڼلی و، چې دا د هغه د راتلونکې میاشتې په ټاکنو کې د ګډون چانسونه کمزوري کولی شي.

په همدې ورځ، د مالیې وزیر چوی سانګ موک، چې ټاکل شوې وه د هان ځای ناستی د سرپرست ولسمشر په توګه شي، استعفا ورکړه ځکه چې د اپوزیسیون قانون جوړونکو د هغه د استیضاح لپاره رایه ورکړه، چې د نورو تورونو ترڅنګ د نظامي قانون په پېښه کې د ښکېلتیا تور پرې و. د استیضاح پروسه د چوی د استعفا وروسته وځنډول شوه.

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .