ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان : تورکیه د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې په دریم کې د ۳ لویو هیوادونو نه یو دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت په پلازمینه لیفکوشا کې د ټیکنوفیسټ د جایزو د ویش په مراسمو کې وویل  چې تورکیه د بې پیلوټه الوتکو  ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ د درې مخکښو هېوادونو نه یو دی.
ولسمشر اردوغان : تورکیه د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې په دریم کې د ۳ لویو هیوادونو نه یو دی.
/ AA

هغه ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د پیاوړې ارادې او جذبې سره پرمختګ ته دوام ورکړي.

اردوغان د راتلونکي په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه: "د ټیکنوفیسټ ځوانانو، په شمالي قبرس کې د سترو  پروژو، او زموږ د ستراتیژیکو نوښتونو سره، موږ به دلته د پېړیو لپاره پاتې شو."

هغه وویل "موږ،  تورک  ملت او د قبرس تورکان، د دې ځمکو کوربه یو. هغه څوک چې پدې نه پوهېږي باید پوه شي، او هغه څوک چې دا يي نه دي اورېدلي باید واوري." اردوغان د شمالي قبرس د ترک جمهوریت  سره د تورکیې قوي اړیکې بیا تایید کړې.

د شمالي قبرس ولسمشر ارسین تاتار هم د تورکیې د دفاعي صنعت لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل: "هغه بنسټونه چې د تورکیې د ملي دفاعي صنعت وروستیو بریاوو تر شا دي، د ټول ترک نړۍ لپاره د ویاړ یادګارونه دي."

د تورکیې د ټکنالوژۍ، هوايي چلند، او فضا تر ټولو لویه پېښه، ټیکنوفیسټ، په شمالي قبرس کې خپله وروستۍ نسخه ترسره کړه او په لیفکوشا کې یې زرګونه خلک راجلب کړل، چې د څلور ورځني جشن په لومړۍ ورځ شاوخوا ۶۲ زره لیدونکي کوربه وو.

دا پېښه د تورکیې د ټکنالوژۍ ټیم (T3) بنسټ او د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت لخوا تنظیم شوې وه، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې هر کال د دولتي ادارو، خصوصي سکتور شریکانو، او پوهنتونونو په ملاتړ ترسره کېږي.

پداسې حال کې چې دا پېښه په دودیز ډول په جفت کلونو کې د تورکیې په بېلابېلو ښارونو او په طاق کلونو کې په استانبول کې ترسره کېږي، شمالي قبرس د اذربایجان وروسته دوهم نړیوال کوربه شو، چې د ټیکنوفیسټ د لسم فیستیوال  کوربه وه.

په ۲۰۲۴ کال کې، د تورکیې  د ادانا ښار کې ترسره شوی وو چې  شاوخوا ۱.۱ میلیونه لیدونکي راجلب کړي وو.

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي