تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
تورکیې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د فلسطین په نابلس کې د څلورو فلسطینیانو وژنه وغندله او د اسرائیل لخوا روانه د «نسل وژنې پر پالیسۍ» سخته نیوکه وکړه
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله

انقرې اعلان وکړ چې د «نتنیاهو حکومت لخوا د هڅول شویو» میشتو ترهګرو لخوا د څلورو فلسطینیانو وژل کېدل، د اسرائیل د هغې «نسل وژنې پالیسۍ پایله ده چې دوام لري.»
تورکیې د څلورو فلسطینیانو له وژل کېدو وروسته په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د غیرقانوني میشتو ترهګرو مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی وغنده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د غیرقانوني میشتو ترهګرو مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی په کلکه غندو.»

وزارت څرګنده کړه چې د جمعې په ورځ د هغو څلورو فلسطینیانو وژنه چې د «نتنیاهو حکومت لخوا د هڅول شویو میشتو ترهګرو» لخوا ترسره شوې، د اسراییل د «نسل وژنې د روانې پالیسۍ» یوه پایله ده.

په اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې د فلسطیني ځمکو د غصبوونکو (میشتو ترهګرو) او د هغوی د ملاتړو لخوا د ترسره شویو جرمونو د بې سزا پاتې کېدو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چې مسوولین یې د عدالت په وړاندې ځواب ویونکي شي.

بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاټز د جمعې په ورځ وختي، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د «حوات ګیلاد» غیرقانوني مېشت ځای ته نږدې تر یوې وسله والې حملې وروسته، په فلسطیني کلیو کې د «پراخو پوځي عملیاتو» د پیلولو امر وکړ.

د اناتولیا خبري اژانس د خبریالانو د راپور له مخې، غیرقانوني اسراییلي میشتو وروسته د نابلس ولایت په «صره» او «عوریف» کلیو بریدونه وکړل او د فلسطینیانو کورونو او نورو ملکیتونو ته یې اور واچاوه. کلیوالو بیا د تیږو په ویشتلو سره د بریدګرو مقابله وکړه.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزې د اسراییل د درنو پوځي بریدونو له پیل راهیسې، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی.

د فلسطیني چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د اسراییلي پوځ د چاپو او اشغالګرو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۱۸۲ فلسطینیان وژل شوي، په زرګونو نور ټپیان شوي او شاوخوا ۲۴ زره کسان نیول شوي دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ