تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په استانبول کې د سولې په مذاکراتو کې ګډون کوونکي د اوکراین او روسیې پلاوي وټاکل شول.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مشرۍ د امریکا پلاوی، د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف په مشرۍ د اوکراین پلاوی، او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار ولادیمیر میډینسکي په مشرۍ د روسیې پلاوی به په
په استانبول کې د سولې په مذاکراتو کې ګډون کوونکي د اوکراین او روسیې پلاوي وټاکل شول.
/ REUTERS

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یو فرمان په  صادرولو سره  د سولې خبرو لپاره رسمي پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوی چې ټاکل شوې د تورکیې، روسیې او امریکا له چارواکو سره وګوري، مشري به  د دفاع وزیر رستم عمروف وکړي.

په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي کیسلیتسیا، د امنیتي خدماتو  مرستیال الیګزاندر پوکلاد، د بهرنیو استخباراتو خدماتو مرستیال اولیګ لوهوفسکي، د لوی درستیز مرستیال اولیکسي شیفچینکو، د دفاع وزارت د اصلي استخباراتو ریاست مرستیال وادیم سکبیتسکي، د هوايي ځواک د قوماندې  د مرکز مرستیال یفیني شنکاروف، د سمندري ځواکونو د قوماندې د مرکز مرستیال الیګزاندر دیاکوف، د لوی درستیزوالۍ حقوقي څانګې ، د نړیوال او عملیاتي حقوقي  څانګې مشر اولیکسي مالوواتسکي، د د لوی درستیزوالۍ د  عملیاتو ریاست لوړپوړی افسر الیګزاندر شیریخوف، د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندان د ملاتړ واحد د پروتوکول افسر جورګي کوزمیچوف، او د ولسمشر د دفتر د مشر سلاکار الیګزاندر بیفز شامل دي.

د روسیې پلاوی چې د ولادیمیر میډینسکي په مشرۍ دی، په کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل ګالوزین، د روسیې د لوی درستیزوالۍ د  استخباراتو ریاست مشر ایګور کوستیوکوف، او د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین شامل دي.

د دې پلاوي د کارپوهانو په لیست کې د روسیې د لوی درستزوالۍ  د معلوماتو څانګې مرستیال الکساندر زورین، د روسیې د ولسمشر د بشري چارو د دولتي پالیسۍ څانګې مرستیاله یفګینیا پودوبریفسکایا، د بهرنیو چارو وزارت د خپلواکو دولتونو د ګډو هیوادونو د دویمې څانګې مشر الکساندر پولیشچوک، او د روسیې د دفاع وزارت د نړیوالې پوځي همکارۍ د عمومي ریاست مرستیال ولادیمیر شیفتسوف شامل دي.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی