تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
د امریکا او ایران د هوکړې تخنیکي مسلې لا هم نه دي حل شوي
تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، د امریکا او ایران ترمنځ په هوکړه کې له پرمختګ سره سره، مذاکره کوونکي لا نه دي توانېدلي چې دا معلومه کړي چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه غني شوي یورانیم به څوک رقیق کوي، څوک به پرې څارنه کوي او څوک به یې تاییدوي؟
د امریکا او ایران د هوکړې تخنیکي مسلې لا هم نه دي حل شوي
د امریکا او ایران د هوکړې تخنیکي مسلې لا هم نه دي حل شوي

فیدان وویل "موږ هیله لرو چې دا ډیپلوماټیک غبرګون به پایلې ولري او زموږ د سیمې ټول هیوادونه به په سوله، ثبات او سوکالۍ کې ژوند وکړي."

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې متحده ایالاتو او ایران پر مهمو ټکو په اصولي ډول هوکړې ته رسیدلي، خو ځینې تخنیکي مسلې، په شمول د ایران د غني شویو یورانیمو برخلیک او د یورانیمو د غني کولو د راتلونکي ځنډ (موراتوریم) پلي کول، لا تر اوسه نه دي حل شوي.

فیدان روسیې ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې خبریالانو سره په خبرو کې، وویل چې تخنیکي ټیمونه لاهم اړتیا لري چې د ایران د غني شویو یورانیمو د ذخیرو په اړه مسلې حل کړي.

هغه وویل: "د ایران د ۴۰۰ کیلو ګرامه غني شویو یورانیمو د رقیق کولو په اړه یو اصولي تفاهم شتون لري. خو دا چې څوک به دا کار کوي، څوک به پرې څارنه کوي او څنګه به تایید شي، لا هم بحث ته اړتیا لري."

فیدان زیاته کړه چې د جګړې شرایطو، دوه اړخیزې بې باورۍ او سیمه ییزو پرمختګونو، په شمول په لبنان کې د اسرائیلو اشغال، د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو سرعت ورو کړی دی. نوموړي وویل: "پداسې حال کې چې امریکایي لوري کولی شول په یو ساعت کې ځواب ورکړي، ایرانیانو کله ناکله یوې اونۍ ته اړتیا درلوده." هغه وویل چې دواړه لوري یې مستقیمو خبرو ته هڅولي دي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو پر سیمه ییزو پالیسیو هم نیوکه وکړه او هغه یې "یوه نړیواله ستونزه" وبلله. نوموړي زیاته کړه: "اسرائیل په سیمه کې تباهي غواړي، غواړي ځینې هیوادونه اشغال کړي او تروریزم وکاروي. دا د نړیوال امنیت او اقتصاد لپاره عواقب لري."

فیدان وویل چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ د نړیوالو پام له غزې څخه اړولی، خو هیله یې څرګنده کړه چې د بحران په کمېدو سره به سیمه ییز هیوادونه یو ځل بیا پر غزې تمرکز وکړي. هغه دا هم وویل چې د تورکیې د ملي استخباراتو ادارې (MIT) په ګډون د غزې د اوربند د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره پر یو چوکاټ کار روان دی.

په انقره کې د ناټو سرمشریزه
د ناټو په اړه، فیدان وویل چې په انقره کې د راتلونکې میاشتې په سرمشریزه کې مهمې پریکړې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګډون پرته نشي کیدی. هغه زیاته کړه چې ډیری اروپایي متحدین په دې باور دي چې په ترکیه کې د دې غونډې کوربه توب هغه اصلي لامل دی چې ټرمپ به پکې ګډون وکړي.

فیدان وویل: "که زموږ ولسمشر نه وای او که ترکیه نه وای، ټرمپ به ګډون نه وای کړی او په عملي ډول به یې اعلان کړی وای چې سرمشریزې ته اهمیت نه ورکوي."

له روسیې سره اړیکې
فیدان وویل چې په روسیه کې د هغه خبرو وښودله چې په دوه اړخیزو اړیکو یا سیمه ییزو همکاریو کې کوم ستر خنډ نشته. هغه وویل: "موږ له روسانو سره خورا ځانګړې اړیکه جوړه کړې ده. حتی کله چې مو جدي اختلافات لرل، موږ پوهیدو چې څنګه همکاري وکړو او باور رامنځته کړو."

د روسیې او اوکراین جګړه او سویلي قفقاز
د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه، فیدان وویل چې د مسکو دریځ په خپل حال پاتې دی او روسي چارواکي ټینګار کوي چې تر څو د ډونیتسک مسله حل نشي، د جګړې د پای ته رسیدو چانس نشته.

د سویلي قفقاز په اړه، فیدان وویل چې لورو موافقه کړې چې د تورکیې، روسیې، اذربایجان، ایران، ارمنستان او ګرجستان په ګډون د "3+3" سیمه ییزه پلټفارم فعاله کړي. هغه دا د سیمه ییزې همکارۍ لپاره یو مهم میکانیزم وباله.

فیدان د ارمنستان سره د اړیکو د عادي کولو په اړه وویل چې د نیکول پاشینیان حکومت مهم ګامونه پورته کړي او ترکیه هم د ولسمشر اردوغان تر مشرۍ لاندې د مستقیمې سوداګرۍ او الوتنو په څیر اقداماتو ته چمتو ده. هغه وویل: "موږ د شرایطو له برابرېدو سره سم د اړیکو عادي کولو ته چمتو یو."

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه