تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د اردوغان :نتنیاهو له ایډیالوژیک پلوه له هټلر سره همفکره دی
اردوغان د حماس پر مرکچي پلاوي برید "د نړیوال نظام او قانون لپاره یو ښکاره ګواښ" وباله او زیاته یې کړه: "هغوی چې پر اسرائیل واکمني کوي، د یوې جنایتکارې شبکې پرته بل څه نه دي چې خپله بنسټپاله مفکوره یې په فاشیستي ایډیالوژۍ بدله کړې ده."
د اردوغان :نتنیاهو له ایډیالوژیک پلوه له هټلر سره همفکره دی
/ Reuters

د تورکیې جمهوریت ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ تېره اونۍ په قطر کې د حماس پر مرکچي پلاوي د برید له امله د اسرائیلو پر قاتل لومړي وزیر نتنیاهو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: "نتنیاهو له ایډیالوژیک پلوه له هټلر سره همفکره دی."

اردوغان چې په دوحه کې د اسرائیلو تر هوایي برید وروسته د عرب-اسلامي هېوادونو په بېړنۍ غونډه کې له ګډون وروسته خبرې کولې، وویل: "لکه څنګه چې هټلر د خپلو پرمختګونو تر اغېز لاندې خپله حتمي ماتې نه شوای لیدلی، نتنیاهو به هم له ورته برخلیک سره مخ شي."

اردوغان د حماس پر مرکچي پلاوي برید "د نړیوال نظام او قانون لپاره یو ښکاره ګواښ" وباله او زیاته یې کړه: "هغوی چې پر اسرائیل واکمني کوي، د یوې جنایتکارې شبکې پرته بل څه نه دي چې خپله بنسټپاله مفکوره یې په فاشیستي ایډیالوژۍ بدله کړې ده."

ولسمشر د لوېدیځو هېوادونو له خوا د فلسطین په رسمیت پېژندلو موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا کار به پر اسرائیل فشار ډېر کړي او ژمنه یې وکړه چې دا موضوع به یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې راپورته کړي.

اردوغان د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي اسامبله کې خپله هیله څرګنده کړه چې "د انسانیت جبهه به لا پراخ ملاتړ ترلاسه کړي."

د لیبیا ملاتړ

په پای کې اردوغان په لیبیا کې د تورکیې ډیپلوماسۍ ته هم اشاره وکړه او د دغه هېواد د حاکمیت او یووالي پر ساتنې یې ټینګار وکړ. هغه وویل: "موږ د لیبیا د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي یووالي ساتنې ته ژمن یو او زموږ ټول اقدامات د همدې موخو پر بنسټ دي."

اردوغان دې ته په اشارې چې ترکیې له پیل څخه د طرابلس د مشروع حکومت ملاتړ کړی او په دې وروستیو کې یې د لیبیا له ختیځ سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرانیستلو هڅه کړې ده، وویل: "زموږ دا څو اړخیزې ډیپلوماتیکې هڅې د ترکیې د سیمه ییز لیدلوري او سولې ته د رسېدو په برخه کې د هغې د موخو ښکارندويي کوي."

پر دې سربېره، ولسمشر وویل چې د بنغازي ادارې له خوا د انقرې او طرابلس ترمنځ د لاسلیک شوي سمندري واک تړون تصویبول به "د نړیوال قانون له نظره یوه لویه لاسته راوړنه" وي.

 

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو