تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
اردوغان وویل چې د پ ک ک ترهګریز سازمان لخوا د وسلو د پر مځکه ایښودو سره تورکیې ستر بری ترلاسه کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا تیره ورځ د عراق په شمال کې د وسلو د پر مځکه ایښودو سره د تورکیې د ترهګرۍ پر وړاندې د څو لسیزو راهیسې په روانه مبارزه کې یو تاریخي بدلون رامنځته شو.
اردوغان وویل چې د پ ک ک ترهګریز سازمان لخوا د وسلو د پر مځکه ایښودو سره تورکیې ستر بری ترلاسه کړ
/ AA

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د پ ک ک ترهګرو لخوا د وسلو د پر مځکه ایښودو سره تورکیې ستر بری ترلاسه کړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا تیره ورځ د عراق په شمال کې د وسلو د پر مځکه ایښودو سره د تورکیې د ترهګرۍ پر وړاندې د څو لسیزو راهیسې  په روانه  مبارزه کې  یو تاریخي بدلون رامنځته شو.

اردوغان د شنبې په ورځ وویل: "نن یوه نوی ورځ ده؛ په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیستل شوه." هغه دا اقدام په تورکیه کې  د ۴۷ کلنې ترهګرۍ د "مصیبت" د پای ته رسولو په لور یو پریکنده ګام وباله.

د ویلو ده چې د جمعې په ورځ د پ ک ک ترهګرې ډلې یوې ۳۰ کسیزې ډلې د عراق په شمال کې د خپلو وسلو پر مځکه ایښودو سره د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا د وسلو پر مځکه ایښودو بهیر رسمآ پیل کړ.

دا پرمختګ د PKK لخوا  د تورکیې پر وړاندې د اوږدې مودې ترهګرۍ نه وروسته یو له تر ټولو مهمو ګامونو څخه ګڼل کېږي. د ویلو ده چې پ ک ک ترهګره ډله د تورکیې سربیره د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا هم  د ترهګرې ډلې په توګه منل شوې ده.

اردوغان وویل: "د پرون ورځې څخه، د ترهګرۍ مصیبت د پای ته رسېدو په بهیر کې یو ډیر مهم ګام اوچت شوی . تورکیې د یو دردناک او اوښکو ډک فصل په تړلو پیل کړی دی. د یوې سترې او ځواکمنې تورکیې دروازې په پراخه توګه پرانیستل شوې دي."

د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې لپاره پرمختګ

اردوغان دې شېبې ته د ملي درملنې او ستراتیژیکې بریا په توګه اشاره وکړه او د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې لپاره د خپلې حکومت ژمنتیا بیا تکرار کړه، ژمنه یې وکړه چې د یووالي او قانوني اصلاحاتو سره به پرمخ ځي.

هغه اعلان وکړ: "موږ به په خپل پارلمان کې یو کمیسیون جوړ کړو ترڅو د دې بهیر قانوني اړتیاوې وڅېړو. موږ به یو ځای، اوږه په اوږه کار وکړو او ټولې ستونزې به له په ګډه سره حل کړو."

اردوغان ټینګار وکړ چې دا بریا یوازې د حکومت نه، بلکې د ټولې تورکیې ملت پورې اړه لري.

"تورکیې بریا ترلاسه کړه، زما ملت بریا ترلاسه کړه. ترکانو، کردانو، عربانو—زموږ د ۸۶ میلیونه وګړو هر یو بریا ترلاسه کړه." هغه زیاته کړه: "هر څه چې موږ کوو، د تورکیې لپاره یې کوو، د خپل ملت لپاره، د خپلواکي لپاره، د خپل راتلونکي لپاره یې کوو."

د ملي حاکمیت په اړه د خپل قوي دریځ په څرګندولو سره، اردوغان اعلان وکړ: "موږ به هیڅ چا ته اجازه ورنه کړو چې د خپل هېواد عزت تر پښو لاندې کړي، او موږ به هیڅکله خپل سرونه ټیټ نه کړو. موږ به په هیڅ داسې نوښت کې برخه وانخلو چې زموږ یووالي، هېواد، ملت یا سولې ته ګواښ پېښ کړي."

لکه څنګه چې هېواد راتلونکي ته ګوري، اردوغان دې شېبې ته د یوې نوې دورې د پیل په توګه اشاره وکړه. هغه وویل: "نن د یوې سترې او ځواکمنې تورکیې د سهار پیل دی. موږ د دې پوهې سره د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې لپاره خپل پروژه تعقیبوو. دا د تورکیې پېړۍ ده."

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله