اردوغان:تورکیه غواړي تر ۲۰۲۸ کاله دفاعي صادراتو په برخه کې د نړۍ لسو غوره هیوادونو مقام ترلاسه کړي

د تورکیې ولسمشر وویل چې په راتلونکو ورځو کې د دغه هیواد د دفاعي صنعت اصلي هدف دا دی چې د لوړې ټیکنالوژۍ لرونکي محصولات په ډیر سرعت، اغیزمنتوب او زیاته اندازه تولید کړي، ترڅو تورکیه د نړۍ د لسو سترو دفاعي صادرونکو په کتار کې ځای ونیسي.

By
اردوغان:تورکیه غواړي تر ۲۰۲۸ کاله دفاعي صادراتو په برخه کې د نړۍ لسو غوره هیوادونو مقام ترلاسه کړي / AA


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، تورکیه د نوي نړیوال نظم یو له بنسټګرو لوبغاړو څخه ده او په ټیکنالوژۍ او عملیاتي ډګر کې د پېښو لوری ټاکي.

د تورکیې ولسمشر وویل چې په راتلونکو ورځو کې د دغه هیواد د دفاعي صنعت اصلي هدف دا دی چې د لوړې ټیکنالوژۍ لرونکي محصولات په ډیر سرعت، اغیزمنتوب او زیاته اندازه تولید کړي، ترڅو تورکیه د نړۍ د لسو سترو دفاعي صادرونکو په کتار کې ځای ونیسي.

ولسمشر اردوغان د سه شنبې په ورځ په پلازمینه انقره کې د "راکټسن" (Roketsan)  دفاعي صنعت د نویو تاسیساتو د پرانیستلو پر مهال وویل، تورکیه پلان لري چې په ۲۰۲۸ کال کې د دفاعي او فضایي صادراتو په برخه کې د ۱۱ میلیارده ډالرو هدف ته ورسیږي او په دې توګه د نړۍ د غوره دفاعي صادرونکو په کتار کې شامل شي.

هغه همدارنګه وویل چې د هوايي دفاع سیسټمونو او توغندیو پروژو لپاره نوي رامینځته شوي زیربناوې به د تورکیې د وسله والو ځواکونو مخنیوي او دفاعي ځواک نور هم پیاوړی کړي.

اردوغان وویل: "د هغو سیسټمونو په جوړولو سره چې د 'فولادي ګمبد'  (Steel Dome) دفاعي ځواک جوړوي، موږ به خپله هوايي دفاعي معمارۍ نوره هم پیاوړې کړو." فولادي ګمبد د تورکیې د هوايي دفاع یو مدغم او څو پوړیز سیسټم دی چې په هیواد کې جوړ شوي رادارونه، توغندي، برېښنايي جنګي وسیلې او د قوماندې سیسټمونه پکې شامل دي ترڅو په بېلابېلو ارتفاعاتو کې له خپلو هوایي حدودو ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د تورکیې دفاعي صنعت اوس په داسې یو مقام کې دی چې "په ټوله نړۍ کې ورته په درنه سترګه کتل کیږي." هغه وویل: "نن ورځ تورکیه یو داسې هیواد دی چې خپله هوايي ساحه پخپله ساتي، خپلې پلیټ فارمونه په خپله سمبالوي او خپل مهمات په خپله جوړوي. موږ دا ټول د خپلو بشري منابعو (کادرونو) په مټ ترسره کوو."

اردوغان دا هم وویل چې ترکیه د هغه نوي نړیوال نظم له بنسټګرو څخه ده چې قواعد او پروسې یې په نوي کېدو دي او دا هیواد په ټیکنالوژۍ او عملیاتي ډګر دواړو کې د پېښو په ټاکلو کې مرسته کوي.