منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې
قطر اعلان وکړ چې په دوحه کې د امریکا او ایران د پلاوو ترمنځ غیر مستقیمې ناستې د وروستي تفاهم لیک په اړوندو مسلو کې په "مثبت پرمختګ" سره پای ته ورسېدې.
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې

قطري او پاکستاني منځګړي وايي چې امریکایي او ایراني مذاکره کوونکي د "اسلام اباد تفاهم لیک" پورې اړوندو مسلو کې له پرمختګ وروسته د خبرو اترو پر دوام هوکړې ته رسېدلي دي.

قطر اعلان وکړ چې په دوحه کې د امریکا او ایران د پلاوو ترمنځ غیر مستقیمې ناستې د وروستي تفاهم لیک په اړوندو مسلو کې په "مثبت پرمختګ" سره پای ته ورسېدې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري پر خپله اېکس (X) پاڼه ولیکل: "قطري او پاکستاني منځګړو نن په دوحه کې له امریکایي او ایراني مذاکره کوونکو سره جلا ناستې پای ته ورسولې، چې د لوکرن جهیل د سرمشریزې  پر پایلو په تکیې سره، د اسلام اباد د تفاهم لیک په اړوندو مسلو کې مثبت پرمختګ شوی دی."

هغه زیاته کړه: "خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکې موده کې خپلو بحثونو ته دوام ورکړي، او راتلونکې ناسته به د ایران د پخواني ستر رهبر د جنازې له مراسمو وروسته په نږدې ممکنه وخت کې وټاکل شي."

تخنیکي بحثونه

د یوې جګپوړي حکومتي چارواکي په وینا، امریکایي مذاکره کوونکو "سټیو ویټکوف" او "جیرډ کوشنر" په قطر کې مثبتې خبرې وکړې او له ایران سره په تخنیکي بحثونو کې پرمختګ روان دی؛ دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه هڅه کوي یو موقتي سوله ییز تړون د جګړې په دایمي پای بدل کړي.

دا دواړه چارواکي د سې شنبې په ورځ د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو غیر مستقیمو خبرو د یوې برخې په توګه په دوحه کې وو.

هغه تړون چې تېره میاشت لاسلیک شو، د ۶۰ ورځو لپاره د مذاکراتو لاره پرانیسته، خو دغه هڅې د هرمز تنګي پر سر له یو لړ نښتو او د دې حیاتي اوبو لارې د راتلونکي مدیریت په اړه له جنجالونو وروسته له ستونزو سره مخ شوې وې.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د یو نامعلوم ډیپلومات په حواله راپور ورکړی چې د منځګړو له لارې د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ هم دوام درلود.

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده