په میانمار او ګاونډ ټایلینډ کې د ریښتر په کچه د ۷.۷ په شدت سره زلزله رامنځته شوه

یوې زورورې زلزلې میانمار او ګاونډی تایلینډ ولړزاوه، په بنکاک کې په لسګونو کارګران د نړېدلې یوې جګپوړې ودانۍ لاندې شوي دي

/ Reuters

د امریکا د جیولوژیکي سروې په وینا، د جمعې په ماسپښین د ساګاینګ ښار شمال لویدیځ کې د ۷.۷ درجې په شدت سره زلزله وشوه. څو دقیقې وروسته په ورته سیمه کې د ۶.۴ درجې په شدت سره دویمه زلزله وشوه.

پولیسو او ډاکټرانو وویل چې د تایلینډ په پلازمینه بنکاک کې، د جوړیدو لاندې یوه ۳۰ پوړیزه ودانۍ ونړېده، چې ۴۳ کارګران يي لاندې شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویدیوګانو او انځورونو کې  ښودل شوي چې د دولتي دفترونو لپاره جوړه شوې لویه ودانۍ په څو ثانیو کې دړې وړې شوه.

د بنکاک د  سو ولسوالۍ د پولیسو مرستیال ووراپات سوکتای وویل: "کله چې زه د ساحې د معاینې لپاره ورسیدم، ما د خلکو غږ واورېد چې د مرستې غوښتنه يي کوله،."

هغه وویل: "موږ اټکل کوو چې سلګونه کسان ټپیان شوي دي، مګر موږ لاهم د تلفاتو دقیق شمیر نشو اعلانوی."

د میانمار په پوله هاخوا، د AFP خبریالانو یوه ډله د زلزلې په وخت کې د نیپیداو په ملي موزیم کې وه.

د ودانۍ د لړزېدو سره سم ټوټې له چت څخه راجلا  شوې. یونیفورم لرونکو کارمندانو بهر ته منډه کړه، ځینې یې له ډاره لړزېدل او ژړل، ځینو په ټیلیفون کې خپلو خپلوانو ته خبر ورکولو.

د زلزلې له امله نږدې سړکونه چاودلي  او د ښار یو له لویو روغتونونو ته لاره د ترافیکو پر مخ بنده شوې وه.

چارواکو وویل چې روغتون د زلزلې وروسته "د ډله ایزو تلفاتو سیمه" وه.

په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې، ټپیان د سړک په اوږدو کې درملنه کېدل، ډیری ناروغانو ته سیرمونه تیر شوي وو.

زلزلې نه وروسته خلک په  دواړو هیوادونو کې  سړکونو ته راووتل.