افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰ څخه واوښته.
د افغانستان د حکومت یو ویاند وویل چې د یکشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ریښتر په کچه د  ۶ په لویوالي سره په زلزله د مړو شمیر د ۱۴۰۰ تنو نه واوښته.
د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰ څخه واوښته.
/ TRT Balkan

د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰ څخه واوښته.

د افغانستان د حکومت یو ویاند وویل چې د یکشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ریښتر په کچه د  ۶ په لویوالي سره په زلزله د مړو شمیر د ۱۴۰۰ تنو نه واوښته.

په جلا توګه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سې شنبې په ورځ په خپل اېکس (X) حساب کې لیکلي چې په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۲۵۱ تنه ټپیان شوي، او تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې په جګړه ځپلي افغانستان کې دریمه لویه زلزله ده.

د امریکا د ځمکې پېژندنې سروې ادارې  ثبت کړي چې زلزله د یکشنبې په شپه د سیمه ییز وخت د شپې ۱۱:۴۷ دقیقو وشوه. زلزله پداسې حال کې رامنځته شوه چې ټول خلک په خوب ویده ول. د زلزلې مرکز د جلال اباد ښار په ۲۷ کیلومترۍ -شمال ختیځ ښودل شوی دی.

کونړ ولایت تر ټولو سخت ځپل شوی ولایت دی، چې زلزلې په کې څو کلي ویجاړ کړي دي.

د کونړ ولایت ویاند عبدالغني وویل چې د ژغورنې او مرستې ټیمونه لا دمخه اغېزمنو سیمو ته رسېدلي او د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي.

هغه وویل: "د وژل شویو کسانو شمېر ښایي زیات شي، ځکه چې ډېری خلک لا هم تر خاورو لاندې دي."

هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت په نورګل، څوکۍ، واټپور، مانوګي او چپې درې ولسوالیو کې په لسګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

غني وویل چې د افغانستان موقتې ادارې د دوشنبې په ورځ سیمې ته مرستندویه توکي او روغتیایي ټیمونه استولي او زیاته یې کړه چې نورې مرستې له کابله په لاره دي.

اړوندTRT Global - د افغانستان په ختیځ کې د رامنځته شوې زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۹۰۰ تنو واوښته.

څو هېوادونو، په شمول د ګاونډي پاکستان، ایران، چین، هند او لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې افغانستان ته به مرستې واستوي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل چې زلزلې د سړکونو لاسرسی بند کړی چې له امله یې مرستندویه ټیمونو لپاره تر ټولو لویه ستونزه جوړه شوې، او په اغېزمنو غرنیو سیمو کې د ژغورنې هڅې په چورلکو پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي اېندريکا رټواټې له کابله په یوه خبري غونډه کې وویل: "ډېر ځمکنی ښویېدنه او د ډبرو ښویېدنه شوې، او په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې ټولو ته لاسرسی ډېر محدود و."

هغه زیاته کړه: "تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې د سړکونو د ډېر ویجاړتیا له امله دې لرو پرتو سیمو ته ورسېږو."

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله