د ناټو د برونسوم د ګډو ځواکونو قوماندانۍ (JFCBS)، په ایسکیشهر کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط له امله د پنځو سرتېرو د شهادت په مناسبت له تورکیې سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل.
قوماندانۍ د ایکس ټولنیزې رسنۍ په پاڼه کې په یوه پیغام کې داسې ویلي:
وړاندیز شوي
"موږ د نن ورځې د چورلکې د سقوط له امله د پنځو سرتیرو له شهادت وروسته خپل متحد تورکیه ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو. زموږ فکرونه د دوی له کورنیو، عزیزانو او ملګرو سره دي. موږ د تورکیې په غم کې شریک یو او د دوی په غم کې ورسره ولاړ یو."
مخکې د تورکیې د ملي دفاع وزارت (MSB) اعلان کړی و چې په ایسکیشهیر کې د روزنیزې الوتنې پر مهال د هوايي ځواک قوماندانۍ یوې چورلکې سقوط کړی او په پایله کې پنځه پوځیان شهیدان شوي دي.













