تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې د تورکیې او اوکراین ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین او روسیې د سولې بهیر، او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
/ AA Archive

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې د تورکیې او اوکراین ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین او روسیې د سولې بهیر، او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي ته وویل چې انقره په الاسکا او واشنګټن کې د تماسونو نږدې څارنه کوي.

دغه ټیلیفوني اړیکه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې د روسیې په یوه برید کې په کیف کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول. دغه برید د استوګنې په سیمو او نورو ملکي زیربناوو ترسره شو، چې د اروپایي ټولنې مشرانو او لویدیځو متحدینو له سخت غبرګون سره مخ شو.

اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې "تورکیه خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو جګړه د یوې دوامداره سولې په پایله کې پای ته ورسیږي."

هغه زیاته کړه چې د اوکراین او روسیې جګړې ته عادلانه حل لاره شته، او د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا اړتیا یې په ګوته کړه. اردوغان د سولې د لارې د ستونزو د هوارولو لپاره د لوړې کچې تماسونو د اسانتیا په برخه کې د تورکیې د هر ډول مرستې چمتووالی څرګند کړ.

هغه دا هم وویل چې د سولې له ټینګښت وروسته به تورکیه د اوکراین د امنیت په برخه کې خپلې مرستې ته دوام ورکړي.

همداشان  اردوغان د ټیلیفوني خبرو پر مهال زیلینسکي ته  د اوکراین د خپلواکۍ ورځې مبارکي هم ورکړه.

 

وپلټۍ
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد