د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځه نښته پیل شوې.
د پنجشنبې په سهار د کمبوډيا لخوا په تايلنډ د څو راکټي بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د تايلنډ دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د کمبوډیا لخوا د سورين ولايت په کارب چوينګ ولسوالۍ کې د سرحدي پرمختيايي مرکز باندې د راکټي برید له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي .
همداشان د کمبوډیا راټول شوی یو توغندی د کانتاراراک ولسوالۍ په بان فوي سيمه کې د يوې پطرول سټېشن سره نږدې سوپرمارکيټ باندې ولګېدل، پدې پیښه کې هم دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د تايلنډ پوځ د کمبوډيا لخوا د مرکز په نښه کولو غندنه وکړه. پوځ وويل چې د کمبوډيا ځواکونو دوه BM-21 توغندي د سهار په ۹:۴۰ بجو د ټولنې پر مرکز توغولي دي.
د تايلنډ پوځ وويل چې د کمبوډيا ځواکونو لومړی د درنو وسلو ډزې وکړې، په داسې حال کې چې د کمبوډيا د ملي دفاع وزارت ادعا وکړه چې د دوی ځواکونه د ځان دفاع لپاره وروسته له هغه ډزې وکړې چې تر بريد لاندې راغلل.
دا وروستۍ نښته يوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې د تايلنډ يو سرتېری د ماين په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه.
د تايلنډ پوځ وويل چې د هغو شپږو F-16 جنګي الوتکو څخه چې د سرحد په اوږدو کې ځای پر ځای کولو لپاره چمتو شوې وې، يوې الوتکې کمبوډيا يو پوځي هدف په توغندي ویشتی او له منځه وړی دی.
دواړو هېوادونو د پنجشنبې په سهار د نښتې د پيلولو تورونه يو پر بل پورې کړي دي.
کمبوډيا د بهرنيو چارو وزارت په حواله د خمر ټايمز راپور ورکړی کمبوډيا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له تايلنډ سره يې خپل ډيپلوماتيکې اړيکې کمې کړې دي او په بنکاک کې يې خپل ټول ډيپلوماتيک کارکوونکي بيرته غوښتي دي
په بنکاک کې د کمبوډيا په سفارت کې مېشت ټول ډيپلوماتيک کارکوونکو امر شوی چې خپل هېواد ته ستانه شي.
دا پېښه يوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې تايلنډ د ماين چاودنې د پېښې په تړاو د کمبوډيا سفير وشاړه او خپل سفير يې له پنوم پن څخه بيرته وغوښت.
دا شخړه له څو لسيزو راهيسې روانه ده، چې له ۱۵ کلونو څخه زيات وخت مخکې په خونړيو پوځي نښتو بدله شوې وه او بيا په مې مياشت کې، کله چې د کمبوډيا يو سرتېری په ډزو کې ووژل شو.
د پنجشنبې په سهار د سورين ولايت او د کمبوډيا د اوډار مينچي ولايت ترمنځ د سرحدي سيمې دوه معبدونو ته نږدې تازه جګړه رامنځته شوه.
د سورين ولايت د کابچينګ ولسوالۍ مشر، سوتيروت چارونتاناساک، رویټرز ته وويل: "د توپونو مرمۍ د خلکو پر کورونو ولګېدې." هغه د کمبوډيا لخوا د ډزو يادونه وکړه.
هغه وويل چې د ولسوالۍ چارواکو د سرحد سره نږدې له ۸۶ کليو څخه ۴۰,۰۰۰ ملکي وګړي خوندي سيمو ته انتقال کړي دي.
د کمبوډيا لومړي وزير، هون مانېت، د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې يوه "بيړنۍ غونډه" راوغواړي.
هون مانېت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اوسني رئيس، عاصم افتخار احمد ته په يوه ليک کې ليکلي: "د تايلنډ لخوا د وروستيو جدي تېريو په نظر کې نيولو سره، کوم چې په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی، زه په کلکه غوښتنه کوم چې د امنيت شورا يوه بيړنۍ غونډه راوغواړي ترڅو د تايلنډ تېری ودروي."
د تايلنډ پوځ د کمبوډيا سرتېري د لومړي ځل ډزو په کولو تورن کړل او وروسته يې د "ملکي وګړو پر وړاندې د هدفمند بريد" تور هم پرې ولګاوه.
وروسته، د تايلنډ پوځ وويل چې شپږ وسله وال کمبوډيايي سرتېري، چې يو يې د راکټ لانچر سره و، د تايلنډ د پوستې مخې ته د اغزن تار کټارې ته نږدې شول.
د تايلنډ سرتېرو هغوی ته د خبرداري لپاره غږ وکړ، خو د سهار په ۸:۲۰ بجو د کمبوډيا ځواکونو د معبد ختيځې خوا ته، چې د تايلنډ له اډې څخه ۲۰۰ متره لرې و، ډزې وکړې.
د تايلنډ سرپرست لومړي وزير، فومتام ويچاياچای، وويل: "وضعيت د احتياط سره چلند ته اړتيا لري، او موږ بايد د نړيوال قانون سره سم عمل وکړو."
هغه زياته کړه: "موږ به خپله بشپړه هڅه وکړو چې خپل حاکميت وساتو."










