سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ پخوانی ولسمشر اوباما په خیانت او د هغه پر خلاف د کودتا په هڅې تورن کړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی ولسمشر بارک اوباما د هغه پر وړاندې د کودتا پر هڅه  تورن کړ او ټینګار يي وکړ چې  ددې پایلې به ډیرې سختې وي او له چارواکو يي  د اوباما پر وړاندې د اقدام کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ پخوانی ولسمشر اوباما په خیانت او د هغه پر خلاف د کودتا په هڅې تورن کړ
/ Reuters
23 جولای 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی ولسمشر بارک اوباما د هغه پر وړاندې د کودتا پر هڅه  تورن کړ او ټینګار يي وکړ چې  ددې پایلې به ډیرې سختې وي او له چارواکو يي  د اوباما پر وړاندې د اقدام کولو غوښتنه وکړه.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د فلپین له ولسمشر فردیناند مارکوس جونیئر سره د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د بدنام شوي مالي تمویلونکي جیفري اپسټین او د ماشومانو د جنسي قاچاق په تور محکومې ګیسلین مکسویل په اړه وه، موضوع اوباما ته واړوله.

هغه وویل: "هغه دسیسه چې تاسو باید پرې خبرې وکړئ دا ده چې دوی ولسمشر اوباما ونیوه."

ټرمپ زیاته کړه: "هغه څه چې دوی له دې هېواد سره وکړل... د ۲۰۱۶ کال څخه پیل او تر ۲۰۲۰ پورې... دوی هڅه وکړه چې ټاکنې ګډې وډې کړي، او دوی ونیول شول، او باید د دې لپاره ډېره سخته بیه پرې کړي."

هغه اوباما په مستقیم ډول په دې تورن کړ او وویل: "اوباما په مستقیم ډول ونیول شو... د هغه امرونه په کاغذ کې دي. کاغذونه لاسلیک شوي دي."

ټرمپ ادعا وکړه چې چارواکو سره داسې شواهد شتون لري چې د اوباما د خیانت او د کودتا د هڅې ثبوت کوي.

هغه وویل چې اوباما، د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او پخوانی ولسمشر جو بایډن د یوې جنایي دسیسې تر شا وو، او اوباما یې "مشر" وباله.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې دوی په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کې وکړل، په لوړه کچه جنایي دي. دوی په ټاکنو کې د  درغلیو هڅه وکړه. دوی هڅه وکړه چې ټاکنې ګډې وډې کړي. دوی داسې کارونه وکړل چې هېڅوک یې تصور هم نه شي کولی، حتی په نورو هېوادونو کې."

د اوباما دفتر د سپینې ماڼۍ د دې "عجیبو" او "غیر معقول" ادعاوو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي: "د ولسمشرۍ د دفتر د درناوي له امله، زموږ دفتر معمولاً د سپینې ماڼۍ له دې بې بنسټه او غلطو څرګندونو ته  ځواب نه ورکوي. خو دا ادعاوې دومره غیر معقولې دي چې ځواب ته اړتیا لري. دا عجیب تورونه بې اساسه دي او د پام اړولو یوه کمزورې هڅه ده."

اوباما د ټرمپ د ادارې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې هغه د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه استخباراتي ارزونې تحریف کړې وې.

د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ تېره جمعه یو راپور خپور کړ چې په کې د ټاکنو د درغلیو ادعاوې شوې وې او چارواکي یې په "خیانت کوونکي توطئه" کې ښکېل بللي وو.

د اوباما د دفتر په اعلامیه کې راغلي: "په تېره اوونۍ کې خپور شوي سند کې هېڅ داسې څه نشته چې دا پراخه منل شوې پایله رد کړي چې روسیې هڅه کړې وه د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو اغېز وکړي، خو په رایو کې یې بریالۍ مداخله ونه کړه. دا موندنې د ۲۰۲۰ کال د سنا د استخباراتو د دوه ګوندیزې کمېټې په راپور کې تایید شوې وې، چې د هغه وخت مشر مارکو روبیو یې مشري کوله."

اوباما له ډېر وخت راهیسې د ټرمپ د نیوکو هدف ګرځېدلی دی. په ۲۰۱۱ کال کې، ټرمپ هغه مهالنی ولسمشر اوباما تورن کړ چې ګواکې په امریکا کې نه دی زېږېدلی، چې له امله یې اوباما د خپل زیږون سند یوه کاپي خپره کړه.

وپلټۍ
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله .
ایران پر اذربایجان برید وکړ؛ باکو وایي د ځواب ورکولو حق لري
د ايران د روغتيا وزارت: د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته لوړ شو
امریکا په کویټ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل شویو دوو نورو سرتېرو هویت څرګند کړ
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان له ایران څخه په تورکیې د بالستیک توغندي برید وغنده
د ایران لخوا تورکیې پر لورې د راتوغول شوي توغندي له امله تورکیې ایران ته ډیر سخت خبرداری ورکړ
اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ د اوربند د بیا ژوندي کولو وړاندیز وکړ
د تورکیې پر لور د توغول شوي بالستیک توغندي د لمنځه وړو په اړه د تورکیې د دفاع وزارت اعلامیه
امریکایي سرتېرو ته ویل شوي چې د ایران جګړه د 'صلیبیانو او مسلمانو ترمنځ د پیل لپاره د خدای پلان دی
امریکا د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ۴ ورځو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات له لاسه ورکړي
برتانیا د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اتباعو ته د ویزو ورکړه بندوي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د افغانستان د سرپرست حکومت: له پاکستان سره جګړه هېڅکله لومړنی انتخاب نه وو او ندی
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته