د افغانستان شمالي برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې

د المان د څیړنیز مرکز په وینا، د جمعې په سهار وختي د ریښتر په کچه ۵.۷ درجې په لویوالي سره یوې نثبتآ زورورې زلزلې د افغانستان د هندوکش سیمه ولړزوله.

By
افغانستان زلزله / Reuters

د افغانستان د هندوکش سیمه د ریښتر په کچه د ۵.۷ درجې  په لویوالي سره یوې زلزلې ولړزوله

د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه سمدستي راپورونه نشته، دا د اګست میاشتې راهیسې لږ تر لږه دریمه زلزله ده چې هېواد لړزوي.

د المان د څیړنیز مرکز په وینا، د جمعې په سهار وختي د ریښتر په کچه ۵.۷ درجې په لویوالي سره یوې نثبتآ زورورې زلزلې د افغانستان د هندوکش سیمه ولړزوله.

 د دغه زلزلې مرکز د کندوز ولایت څخه ۶۱ کیلومتره (۳۸ میله) لرې او ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره (۶.۲ میله) ښودل شوی دی.

د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

تېره میاشت، د بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندوز په ګډون د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ریښتر په کچه د  ۶.۳ درجې په شدت سره  زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۹۵۶ نور ټپیان شوي وو. د اګست په میاشت کې بیا د افغانستان په ختیځ کې یوې زلزلې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان کړي وو، چې کونړ ولایت ته یې سخت زیان اړولی و.