تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵ د ناکامې کودتا د هڅې په اړه یوه مقاله خپره کړه.
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
ولسمشر رجب طیب اردوغان


"د جولای ۱۵مه یوازې هغه شپه نه وه چې یوه خاینانه کودتا پکې ناکامه شوه، بلکې دا د ډیموکراسۍ یوه لویه بریا ده چې په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې؛ هغه شپه چې زموږ ملت د خپلې ارادې، ډیموکراسۍ او خپلواکۍ لپاره خپل ځانونه قربان کړل."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په مناسبت یوه مقاله لیکلې چې عنوان یې دی: "د جولای ۱۵مه: د تورکیې د پېړۍ د خپلواکۍ اعلامیه".

ولسمشر اردوغان خپله مقاله، چې په ورځپاڼو کې خپره شوې، په دې جملو پیل کړې: "د هغې بدمرغې شپې پوره لس کاله تېر شول چې د تاریخ لاره یې بدله کړه او یو ملت په ګډه د خپلې خپلواکۍ او راتلونکي لپاره د خپل ځان په بیه مبارزه وکړه."

هغه په خپله مقاله کې داسې ارزونه کړې:
"د جولای ۱۵مه یوازې د یوې خاینانه کودتا د ناکامولو شپه نه وه، بلکې دا د ډیموکراسۍ یوه لویه بریا وه. په هغه شپه زموږ نجیب ملت امپریالیستانو او د هغوی ملګرو ته، چې زموږ د وطن د اشغال هڅه یې کوله، د تاریخ تر ټولو لوی درس ورکړ، کټ مټ لکه څنګه چې یې د خپلواکۍ په جګړه کې ورکړی و.

د جولای ۱۵مه د هغه ایمان او هوډ داستان دی چې زر کاله وړاندې په ملازګرد کې، ۵۰۰ کاله وړاندې د استانبول په دیوالونو کې د سلطان فاتح د خوبونو رښتیا کولو لپاره، او سل کاله وړاندې د وطن د دفاع لپاره ښودل شوی و. دا زموږ د اصیل ملت د مېړانې هغه سلسله ده چې یو ځل بیا یې په میدانونو کې تاریخ په زرینو کرښو ولیکه."
اردوغان په خپله مقاله کې ټینګار کړی چې کله یې ملت میدانونو او هوایي ډګرونو ته راوباله، نو دا یو ساده بلنه نه وه، بلکې د ملت پر سرښندنې او زړورتیا یو لوی باور و. هغه زیاته کړه:
"موږ د خپلو پلرونو د 'یا خپلواکي یا مرګ' شعار یو ځل بیا را ژوندی کړ. زموږ ملت هم په ډېر اخلاص سره دغه غږ ته لبیک ووایه او د خپل ځان او روح په قربانولو سره یې د هیواد ساتنه وکړه. د الله ډیر شکر کوو  چې ملت دا باور سپک نه کړ او خپله خپلواکي یې په خپله وساتله. په هغه شپه ۲۵۳ هیوادوال شهیدان او له ۲۷۰۰ څخه زیات ټپیان شول، چې هر یو یې زموږ د هیواد او ملي ارادې د ساتنې د سرښندنې نښه ده."

"په هره برخه کې مو د ګولن د ترهګرې ډلې ریښې وباسلې"
ولسمشر اردوغان وویل: "په تېرو لسو کلونو کې مو د ګولن له خونړۍ ترهګریزې ډلې سره په هیواد کې دننه او نړیواله کچه بې له کومې جوړجاړي مبارزه کړې ده." هغه زیاته کړه:
"زموږ لپاره د دې سرطاني حجرې پاکول چې د دولت په داخل کې ننوتی وه، د خپلو شهیدانو په وړاندې یو لوی پور و. موږ له بیوروکراسۍ څخه نیولې تر پوځ، قضا او سوداګرۍ پورې په هره برخه کې د ګولن ترهګرې ډلې ریښې وچې کړې. خو دا باید هېره نه کړو چې دا مبارزه یوازې په هغې شپې پورې محدوده نه ده. د داسې فتنو د بیا راپورته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره ده چې د جولای ۱۵مې روحیه تل ژوندۍ وساتو او راتلونکو نسلونو ته یې انتقال کړو."

"د دې ملت تر ټولو لوی ځواک یووالی او ورورولي ده"
اردوغان خپله مقاله په دې ټکو پای ته ورسوله:
"د جولای ۱۵مې په لسمه کلیزه کې، نن تورکیه تر بل هر وخت ډېره قوي، ډېره هوډمنه او یو موټې ده. تر څو چې په دې خاوره کې د جولای ۱۵مې روحیه ژوندۍ وي، د خاینانو مغرضانه پلانونه او د هغوی د تر شا نړیوالو سناریو لیکونکو ناپاکې لوبې به هیڅکله بریالۍ نشي.

په دې مناسبت، د هغې تورې شپې ټولو شهیدانو ته د الله له درباره د رحمت او غازیانو ته د اوږد او برکتي عمر دعا کوم. الله دې زموږ دغه نجیب ملت ته بیا داسې خاینانه شپې نه ښکاره کوي. د دې ملت تر ټولو لوی ځواک د هغه یووالی او هغه پخوانۍ ورورولي ده چې له زرو کلونو راهیسې په خوښیو او غمونو کې پالل شوې ده. الله دې زموږ یووالی او ورورولي تلپاتې لري."

 

وپلټۍ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
د جولای له ۱۵مې وروسته د انرژۍ تګلارې
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت