تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې په بیانولو سره چې "نړۍ له ۵ څخه لویه ده" غوښتنه د مسؤلیت پراخ درک ته بلنه ده، څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په مرکز کې باید د ویټو د امتیاز لغوه کول ځای ولري.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
رجب طيب أردوغان

ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلومبرګ (Bloomberg) لپاره "ملګري ملتونه باید د امنیت شورا د ویټو حق لغوه کړي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې لیکلي چې په وروستیو کلونو کې نړۍ د وباګانو، د انرژۍ بحرانونو، د اکمالاتي ځنځیرونو د پرې کېدو او سیمه ییزو شخړو په څېر د ناخوالو شاهده ده، چې دا ښيي د نړۍ پر وړاندې د پرتو بحرانونو د حل لارې د څو پلازمېنو ارادې ته پرېښودل د نن ورځې له واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.

اردوغان د دې په ټینګار سره چې د نن ورځې شرایطو سره د نړیوالو پرېکړو نیولو د میکانیزمونو همغږي کول نور د ځنډولو وړ نه دي، دې ته اشاره وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاهم له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړښت څرګندوي.

اردوغان د دې په ټینګار سره چې د استازیتوب یوه لا اغېزناکه، عادلانه او ځواب ویونکې تګلاره اړینه ده، او د دې لار د استازیتوب د پراخولو ترڅنګ د مشرتابه د مسؤلیت په عادلانه توګه شریکول دي، لاندې ټکي په ګوته کړل:

"موږ مجبور یو چې د بېلابېلو جغرافیو تجربه، ظرفیت او اراده د نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په حل کې شامله کړو. زموږ دا غوښتنه چې 'نړۍ له ۵ څخه لویه ده'، له دې اړخه د مسؤلیت یوه پراخ درک ته بلنه ده. اوس اړینه ده چې د اصلاحاتو اړتیا د لارې په یوې روښانه نقشه بدله شي. د اصلاحاتو معنی دا نه ده چې ورته امتیاز نورو دولتونو ته هم ورکړل شي. په عمومي اسمبلۍ کې باید د دې اصل پر بنسټ یو پراخ ایتلاف جوړ شي چې هېڅ دولت باید د نړیوالې ټولنې د اکثریت د ارادې د دایمي مخنیوي واک ونه لري."

ولسمشر اردوغان دې ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې له اقتصاد څخه تر امنیت، او له ټیکنالوژۍ څخه تر ډیپلوماسۍ پورې د ځواک نوي مرکزونه رامنځته کېږي، خو نړیوال بنسټونه په ورته چټکتیا سره له دې بدلون سره ځان نشي عیارولی.

اردوغان پر دې ټینګار وکړ چې جګړو، د اقلیم بحران، غیرقانوني کډوالۍ او اقتصادي زیانمننو یو ځل بیا د پیاوړو بنسټونو، باثباته اقتصادونو او مخنیوي کوونکو دفاعي وړتیاوو په درلودلو کې د دولتونو اهمیت په ډاګه کړی دی. هغه وویل چې د سوداګرۍ، لوژستیک، ترانسپورت او د انرژۍ د دهلیزونو امنیت او پایښت اوس لا زیات برخلیک ټاکونکي شوي دي.

اردوغان د دې په بیانولو سره چې د اسیا اقتصادي ارزښت مخ پر ډېرېدو دی، او افریقا هم د خپل ظرفیت سره سم د لا پیاوړي استازیتوب غوښتنه کوي، او مخ پر ودې هېوادونه خپل لومړیتوبونه په لوړ غږ بیانوي، لاندې ارزونې وړاندې کړې:

"د ځینو سیمه ییزو لوبغاړو مخ پر ودې نفوذ دا تقاضا کوي چې هغوی په خپلو جغرافیو کې لا زیات مسؤلیتونه په غاړه واخلي. د هرې سیمې د ستونزو حلول له بهر څخه د ټاکل شویو میتودونو له لارې شونې نه ده. موږ په دې باور یو چې هغه تګلارې چې د اړوندو هېوادونو پر ارادې، سیمه ییزو شرایطو او ګډو ګټو ولاړې وي، لا زیاتې دایمي او باثباته پایلې به ولري. د هغو هېوادونو لپاره چې ډیپلوماتیک ظرفیت، اقتصادي امکانات او له بېلابېلو اړخونو سره د اړیکو ټینګولو وړتیا لري، دا یوه اړینه اړتیا ده چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې لا اغېزمن رول ولوبوي."

"موږ د عمومي اسمبلۍ د رول د پیاوړي کولو د هڅو ملاتړ کوو"

اردوغان پر دې ټینګار وکړ چې دوی د ویټو د امتیاز د لغوه کولو، د پرېکړو نیولو په پروسو کې د ټاکل شویو غړو د لا زیات نفوذ موندلو، او د عمومي اسمبلۍ د رول د پیاوړي کولو د هڅو ملاتړ کوي، او زیاته یې کړه:

"په دې ګډ ډګر کې د بېلابېلو سیمو د هېوادونو راټولېدل به د نړیوال سیسټم مشروعیت او د استازیتوب وړتیا پیاوړې کړي. په نننۍ نړۍ کې، دا روښانه ده چې تلپاتې سوله د هغو بلاکونو په ډېرېدو سره نشي راتلای چې یو له بل څخه جلا دي او یو له بل سره خبرې نه کوي. د یوې 'لا عادلانه نړۍ' لپاره باید موږ د بېلابېلو جغرافیو تجربه، ظرفیت او اراده په یوه ګډ ډګر کې سره یوځای کړو. ترکیه به د خپل ژور دولتي دود، ډیپلوماتیک ظرفیت او هغو پیاوړو اړیکو په مټ چې له بېلابېلو جغرافیو سره یې ټینګې کړې دي، د دې اصلاحاتو په لټه کې د خپلې برخې مسؤلیت اخیستو ته دوام ورکړي."

 

وپلټۍ
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو