افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې همکارۍ او همغږۍ ادارې په افغانستان کې د یوه کلي د اوسېدونکو لپاره څښاک پاکې اوبه برابرې کړې
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د افغانستان په فاریاب ولایت کې د سربند چکر په کلي کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د لمریزې برېښنا سره کارکوونکې د اوبو یوه څاه پرانیسته.
تورکیې  همکارۍ او همغږۍ ادارې په افغانستان کې د یوه کلي د اوسېدونکو لپاره څښاک پاکې اوبه برابرې کړې
TİKA AFGANİSTAN / TRT

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په افغانستان کې د یوه کلي د اوسېدونکو لپاره د لمریزې برېښنا د اوبو څاه جوړه کړه

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د افغانستان په فاریاب ولایت کې د سربند چکر په کلي کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د لمریزې برېښنا سره کارکوونکې د اوبو یوه څاه پرانیسته.

د تیکا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د لمریزې برېښنا د دې ژورې څاه د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بلخ ولایت استازي مولوي امین الله صادق، د فاریاب ولایت د قرغان ولسوالۍ ولسوال مولوي ملا تاج الدین عمري، د سربند چکر کلي مشر ملا عبدالرحمن سلیمان، په مزارشریف کې د تیکا د دفتر همغږي کوونکي میکائیل تاشدیمیر او د کلي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بلخ استازي صادق د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال د تورکیې او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او ورورولۍ پر اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ترکیه تل په سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.

صادق وویل چې په افغانستان کې د تیکا فعالیتونه، په ځانګړې توګه د پوهنې او روغتیا په برخو کې، او همدارنګه د کرنې، حرفوي زده کړو کورسونو، بېړنیو بشري مرستو، او د ټولنیزو زیربناوو د پراختیا په څېر چارې له نږدې څاري، او له همدې امله یې له تورکیې څخه مننه وکړه.

تاشدیمیر هم پر دې خبرې ټینګار وکړ چې تورکیه تل د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او ویې ویل چې په دې کلي کې، چې په یوې وچې او بې اوبو سیمه کې موقعیت لري، اوسېدونکې کورنۍ د تیکا په مرسته پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی وموند.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ