سیاست
2 د لوستلو دقیقې
کرملین: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سه شنبې په ورځ د امریکا له استازي ویتکوف سره وګوري .
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "له ویتکوف سره لیدنه د سبا لپاره پلان شوې ده،" او زیاته یې کړه چې دا به "د ورځې په دویمه نیمایي کې" ترسره شي.
کرملین: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سه شنبې په ورځ د امریکا له استازي ویتکوف سره وګوري .
کرملین: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سه شنبې په ورځ د امریکا له استازي ویتکوف سره وګوري . / Reuters
 

کرملین: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سه شنبې په ورځ د امریکا له استازي ویتکوف سره وګوري .

دا لیدنه  وروسته له هغه کیږي چې امریکایي او اوکرایني چارواکو د امریکا پر هغه پلان خبرې وکړې چې واشنګټن یې غواړي د مسکو او کییف ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره بنسټ وګرځي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "له ویتکوف سره لیدنه د سبا لپاره پلان شوې ده،" او زیاته یې کړه چې دا به "د ورځې په دویمه نیمایي کې" ترسره شي.

پوتین تېره اوونۍ پر اوکراین د بریدونو د بندولو لپاره خپلې غوښتنې تکرار کړې: کییف دې هغه سیمې تسلیم کړي چې مسکو یې د ځان بولي، او ویې ویل چې که نه نو پوځ به یې په زور ونیسي.

ویتکوف څو ځلې په کرملین کې له پوتین سره لیدلي دي.

د امریکا دغه چارواکی له مسکو سره په خبرو کې د خپل چلند له امله له نیوکو سره مخ شوی، او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا لومړنی پلان په پراخه کچه داسې انګېرل شوی چې د کرملین غوښتنو ته ډېره پاملرنه کوي.

اروپايي ټولنې ویلي چې راتلونکې اوونۍ د اوکراین لپاره "مهمه" کیدی شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ په پاریس کې و، ترڅو د کییف لپاره د اروپا ملاتړ زیات کړي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې څلورو کلونو جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه احتمالي تړون په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

وپلټۍ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله