افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې افغان ځواکونو د پاکستان په دوو ایالتونو کې د وسله‌والو پر پټنځایونو "هوايي بریدونه" کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي

د وزارت لخوا پر ایکس (X) ټولنیزه شبکه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې، ځینې پټنځایونه د پنجشنبې په شپه د "هوايي ځواک" لخوا په نښه شوي دي. په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دا بریدونه – چې په تېرو څو میاشتو کې د کابل لخوا لومړنی لوی برید دی – دقیقاً څنګه ترسره شوي.

که څه هم افغانستان جنګي جېټ الوتکې نه لري، خو په لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، دغه هېواد لږ تر لږه ۶ الوتکې او ۲۳ چورلکې لري. همدارنګه افغانستان ځواکونه بې پیلوټه الوتکې (ډرون) هم لري چې له پاکستان سره په تېرو نښتو کې یې کارولې دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ادعا شوې: "دا اډې، چې د ځینو مغرضو استخباراتي کړیو په همکارۍ د افغانستان په خلاف د بریدونو د پلانولو او تنظیمولو لپاره کارول کېدې، تر دې وړاندې هم د څو خونړیو بریدونو مرکزونه پاتې شوي وو."

اعلامیه زیاتوي: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ټاکل شوې موخې په بریالیتوب سره ویشتل شوې دي." خو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې جزیات نه دي ورکړي. د پاکستان پوځ او د اطلاعاتو وزارت تر اوسه د دې بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې جګړې سږ کال سلګونه کسان وژلي دي. د چین په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا کمولو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې. اسلام اباد کابل تورنوي چې هغو وسله والو ته یې پناه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

تېره اونۍ پاکستان د افغانستان پر ځینو ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو، چې طالبانو وویل په هغو کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو. اسلام اباد بیا ویلي وو چې هغو بریدونو کې ۲۶ وسله وال وژل شوي او دا د پاکستان په شمال لویدیځ کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي وو.

د افغانستان دفاع وزارت خبرداری ورکړی: "افغانستان به نور د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ګواښ ونه زغمي. موږ به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلو ترڅو هر ډول ګواښ په خپله سرچینه کې له منځه یوسو."

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ