د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیل ادعا کوي چې د غزې خصوصي سکتور ته  به غزې ته د توکو د داخلولو بهیر نرم کړي.
د اسرائیل کابینې یو نوی میکانیزم منظور کړی چې له مخې به يې د توکو “مرحله‌ وار او کنټرول شوی” ننوتل د خصوصي سکتور له لارې غزې ته اجازه ولري.
اسرائیل ادعا کوي چې د غزې خصوصي سکتور ته  به غزې ته د توکو د داخلولو بهیر نرم کړي.
/ AA

اسرائیل ادعا کوي چې د غزې خصوصي سکتور ته  به غزې ته د توکو د داخلولو بهیر نرم کړي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د مې د ۲۷مې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۱،۵۱۶ مرسته غوښتونکي د اسرائیلي ډزو له امله وژل شوي او ۱۰،۰۶۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیل کابینې یو نوی میکانیزم منظور کړی چې له مخې به يې د توکو “مرحله‌ وار او کنټرول شوی” ننوتل د خصوصي سکتور له لارې غزې ته اجازه ولري.

د اسرائیلو پوځي اداره کوګاټ (COGAT) چې د غزې محاصره پلي کوي، د سه‌ شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: “دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې غزې ته د ورننوتونکو مرستو کچه لوړه شي، او پر ملګرو ملتونو او نړیوالو مؤسسو باندې تکیه کمه شي.”

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نوي میکانیزم له مخې، یوه محدوده شمېره ځایي سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې چې مرستې یا توکي وارد کړي.

دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د اسرائیل سختې محاصرې د غزې ۲.۴ میلیونه وګړي د قحطۍ تر پولو رسولی دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې لږ تر لږه ۱۸۰ کسان – چې پکې ۹۳ ماشومان شامل دي – د لوږې او سوء تغذيې له امله مړه شوي دي.

د غزې د فلسطین حکومت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې اسرائیل د جولای ۲۷ راهیسې یوازې ۶۷۴ د مرستو موټرونه پرېښي دي چې سیمې ته داخل شي، چې دا د ورځني اړتیا ۶۰۰ موټرو یوازې ۱۴ سلنه جوړوي.

بې‌ اغېزې هڅې

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، له مې ۲۷مې راهیسې لږ تر لږه ۱،۵۱۶ مرسته غوښتونکي د غزې په هغو سیمو کې وژل شوي چې د امریکا تر مدیریت لاندې د مرستو وېش مرکزونه پکې دي، او ۱۰،۰۶۷ نور د اسرائیلي ډزو له امله ټپیان شوي دي.

د اسرائیل له خوا جوړ شوی د مرستو نوی میکانیزم له پراخې نیوکې سره مخ شوی، چې نا اغېزمن بلل شوی او دا یې “د لوږو فلسطینیانو لپاره د مرګ دام” یاد کړی.

اسرائیل، سره له دې چې نړیوالو د اوربند غوښتنه کړې، لا هم له اکتوبر ۷، ۲۰۲۳ راهیسې پر غزه خپل ظالمانه بریدونه روان ساتلي، چې په ترڅ کې یې نږدې ۶۱،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې نږدې نیمایي یې مېرمنې او ماشومان دي. د اسرائیلو پوځي بریدونو د غزې سیمه په بشپړه توګه ویجاړه کړې او تر قحطۍ یې رسولې ده.

تېر نومبر، د نړیوالې جزایي محکمې (ICC) له خوا د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت لپاره د جګړه ‌يي جنایاتو او د بشريت ضد جنایاتو په تور د نیولو امرونه صادر شول.

اسرائیل د عدالت په نړیواله محکمه کې د خپلې جګړې لپاره د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی

وپلټۍ
اسرائيلو په غزه کې د اوربند په وروستیو سرغړونو کې درې فلسطینیان ووژل
فلسطین: د اذانونو د بندولو په اړه د اسرائیلو د قانون مسوده د "مذهبي جګړې" اعلان دی
د اسرائيلو پوځ  په طولکرم او نور شمس کمپونو کې خپل پوځي بریدونه او اشغال د جولای تر پایه وغځاوه
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
اسرائیل د خپلو اسیرانو د جسدونو له ترلاسه کولو وروسته د رفح پوله د مرستو لاریو پر مخ بېرته پرانیستله
تورکیې غزې ته په ۹۰۰ ټنو مرستو بار ۱۷مه 'خیریه کښتۍ' واستوله
د حماس ځواکونو د غزې د هغې 'جنایتکارې ډلې' ۳۲ غړي وژلي چې د مرستندویه توکو په غلا کې یې لاس درلود
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې  تازه بریدونه کړي
ټرمپ: حماس او اسرائیل د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي
حماس د ټرمپ د غزې د اوربند پلان په اړه غور کوي، ځواب به یې ډېر ژر ورکړل شي
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره  د فلسطین اوبو ته ورسېده
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي