نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بلوچستان ایالت کې د کورنیو چارو لوړپوړي چارواکي، محمد حمزه شفقت، د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړی
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي / AP
 

پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي

پاکستان اعلان کړی چې په سوېل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې یې په تېرو درېیو میاشتو کې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال له منځه وړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بلوچستان ایالت کې د کورنیو چارو لوړپوړي چارواکي، محمد حمزه شفقت، د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر ۲۰۰ ډېر عملیات ترسره کړي دي.

شفقت زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي. هغه دا هم وویل چې د تېلو ۳۵۶۱ ناقانونه پمپونه مهرلاک شوي او د ګمرکونو لخوا په ۲۵۷۵ عملیاتو کې ۴۱۶ بې ګمرکه موټر نیول شوي دي.

شفقت وویل چې د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ترهګریزو شبکو او جرمي ډلو پر وړاندې عملیات دوام لري.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه، په ځانګړې توګه له افغانستان سره پر پوله پراته خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

له بلې خوا په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کېږي. بي اېل اې له پاکستان څخه د بلوچستان ایالت د بېلتون او پر دې سیمه د بلوڅ ولس د واکمنۍ غوښتونکې ده.

وپلټۍ
د انګلستان لومړي وزیر برنهم له ټولپوښتنې پرته له اروپايي ټولنې سره بیا یوځای کېدل رد کړل
ایران: "د امریکا بحري بندیز به نظامي لارو ماتولو لپاره به ګامونه اوچت کړو"
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د هند لومړي وزیر مودي له سیلاب ځپلي نیپال سره د ۱.۶ میلیارد ډالر مرستې ژمنه وکړه.
اسرائیلو غزه په "زهري کنډواله" بدله کړې ده.
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه