منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د لیبیا لومړی وزیر وویل، په طرابلس کې د وسله والو نښتو وروسته امنیت بیرته ټینګ شو
د لیبیا په پلازمېنه کې د امنیتي لوړ رتبه قوماندان د مړینې وروسته شخړې پیل شوې
د لیبیا لومړی وزیر وویل، په طرابلس کې د وسله والو نښتو وروسته امنیت بیرته ټینګ شو
/ AFP

د ليبيا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه د سه شنبې په ورځ وویل چې په پلازمېنه طرابلس کې د وسله والو نښتو وروسته امنیت بېرته ټینګ شوی دی.

د بیړني طبي خدماتو ادارې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې نښتو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د یوه وسله والې ډلې مشر هم په وژل شویو کې شامل دی.

د بیړني طبي خدماتو او ملاتړ مرکز راپور ورکړی چې "د ابو سلیم په سیمه کې د نښتو له ځایونو څخه شپږ مړي ترلاسه شوي دي." دا سیمه د طرابلس یوه برخه ده.

د لیبیا رسنیو د راپور له مخې, تاوتریخوالی د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه کې د عبدال غني الککلي تر وژل کېدو وروسته پیل شو. هغه د ثبات د ملاتړ ادارې مشري کوله چې د ولسمشرۍ شورا پورې تړلې ده.

دبیبه په خپل بیان کې وویل: "زه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، او د پوځ او پولیسو ټولو غړو ته د پلازمېنې امنیت د بیا ټینګښت او د دولت د واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره د دوی د لویې لاسته راوړنې مبارکي وایم." هغه دا خبرې په ایکس (پخوانی ټویټر) کې کړې.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې نن ترلاسه شوي دي، دا ثابتوي چې د دولت قانوني ادارې د ملت د ساتنې او د خپلو وګړو د عزت د خوندي کولو وړتیا لري."

لومړي وزیر د دې غوښتنه وکړه چې "غیر منظمې ډلې باید ختمې شي او دا اصل پیاوړی شي چې په لیبیا کې یوازې د دولت ادارې شتون ولري او یوازې د قانون واکمنۍ وي."

ځايي رسنیو، په شمول د لیبیا الاحرار ټلویزیون، راپور ورکړی چې د ککلي تر وژل کېدو وروسته په پلازمېنه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دفاع وزارت پورې تړلې ۴۴۴مه لوا د دې نښتو په ترڅ کې د ثبات د ملاتړ ادارې له ځواکونو سره ښکېله وه.

د لیبیا د دفاع وزارت تایید کړې چې ځواکونو یې د ابو سلیم په سیمه بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی او ویلي یې دي چې د نښتو د کنټرول لپاره یې پوځي عملیات په بریالیتوب پای ته رسېدلي دي.

لیبیا لا هم د امنیتي بحرانونو سره مخ ده چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې د سیاسي وېش له امله رامنځته شوي دي.

په لیبیا کې دوه سیال حکومتونه د واک ادعا کوي: په طرابلس کې د ملي یووالي نړیوال پیژندل شوی حکومت چې د دبیبه په مشرۍ لویدیځ کنټرولوي، او په بنغازي کې یو موازي حکومت چې د استازو د مجلس له خوا ټاکل شوی او د اسامه حماد په مشرۍ د ختیځې برخې او ځینو جنوبي ښارونو واک لري.

د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د ملي ټاکنو د ترسره کولو هڅې کلونه کېږي چې ځنډېدلې دي، چې د هېواد سیاسي وېش او وسله والې شخړې يې اوږدې کړي دي.

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .