نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې د سترې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر تر ۶۰ اوښتی دی. دا پداسې حال کې ده چې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د لسګونو لادرکه کسانو لپاره د لټون او موندلو هڅې روانې دي.
د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت
د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت / Reuters

د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت
چارواکي وايي، ښايي لسګونه نور کسان لا هم د کنډوالو لاندې ورک وي، ځکه اور وژونکي څو ورځې وروسته له هغه چې اور ګل پلازا په خپلو منګولو کې نیولې وه، لا هم د پاتې شونو په راایستلو بوخت دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې د سترې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر تر ۶۰ اوښتی دی. دا پداسې حال کې ده چې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د لسګونو لادرکه کسانو لپاره د لټون او موندلو هڅې روانې دي.

د کراچۍ د جنوبي حوزې د پولیسو مرستیال عمومي مفتش سید اسد رضا رسنیو  ته وویل، لږ تر لږه ۳۰ جسدونه د منځني پوړ له یوه هټۍ څخه راایستل شوي دي. هغه وویل چې د وروستیو موندنو وروسته د مړو ټول شمېر ۶۱ اټکل شوی، او زیاته یې کړه چې وروستۍ شمېره به د ډي اېن اې تحلیل له بشپړېدو وروسته تایید شي.

د هغو کسانو خپلوانو چې لا هم ورک دي، د درې پوړیزې ګل پلازا په ساحه کې پر سستو عملیاتو نیوکه کړې، چېرې چې ژغورونکي د انسانانو د پاتې شونو لپاره کنډوالې پلټي.

د ایالتي روغتیا یوې چارواکې سمیه سید د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، له ۵۰ څخه ډېرو کورنیو د ډي اېن اې نمونې ورکړي دي.

هغې د کراچۍ د سیول روغتون د مرده خانې بهر وویل: "کله چې د ډي اېن اې نمونې سره سمون وخوري، موږ به جسدونه (پاتې شوني) کورنیو ته وسپارو."

د کراچۍ د جنوبي ولسوالۍ مرستیال کمېشنر جاوید نبي کھوسو وویل، پاتې شوني د ډي اېن اې د مطابقت لپاره روغتون ته لېږدول شوي، او زیاته یې کړه چې په پېژندنه کې ستونزې د مړو د دقیق شمېر وړاندې کول ستونزمن کوي.

اورلګېدنه د شنبې په ورځ ناوخته پیل شوه او په چټکۍ سره په دې پراخ سوداګریز مرکز کې خپره شوه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنیو پکې د ودونو جامو، لوبو، لوښو او نورو توکو هټۍ لرلې.

اور وژونکو د سه شنبې تر ورځې پورې له دې سخت اور سره مبارزه وکړه.

کله چې اور کنټرول شو، ګل پلازا په کنډوالو او ایرو بدله شوې وه.

یوې حکومتي کمېټې پلټنې پیل کړي، خو د اورلګېدنې لامل سمدستي روښانه نه و.

د لا ډېرو [مرګونو] وېره

د یوې دولتي ژغورونکې ادارې په وینا، ۸۴ کسان د لادرکه په توګه ثبت شوي دي.

پولیسو ویلي، وېره ده چې ډېری لادرکه کسان به مړه شوي وي، چې دا اندېښنې یې راپورته کړي چې ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

د چهارشنبې په ورځ د پېښې ځای ته نږدې یو شمېر خلک راټول شوي وو ترڅو قربانیانو ته درناوی وکړي، شمعې یې بلې کړې او د هغو کسانو عکسونه یې په لاسونو کې نیولي وو چې ګومان کېږي مړه شوي دي.

یوه هټیوال، رحمت خان، وروسته له هغه چې د پلازا پاتې شونو ته ننوت، وویل: "دا د قیامت منظره ده."

هغه وویل کله چې اور ولګېد، د شپږو کارکوونکو په ګډون له ۱۸ تر ۲۰ پورې کسان د هغه په هټۍ کې وو. ټول لا هم لادرکه دي.

فراز علي، چې پلار او ۲۶ کلن ورور یې په سوداګریز مرکز کې دننه وو، اې اېف پي ته وویل چې هغه غواړي "جسدونه وموندل شي او اړوندو کورنیو ته یې وسپارل شي."

۲۸ کلن ځوان وویل: "دا هر څه د دې لپاره دي چې کورنۍ یو څه تسلي، یو څه ارام ومومي. لږ تر لږه پرېږدئ چې موږ یې د وروستي ځل لپاره وینو، په هر حالت کې چې وي، ترڅو خپله وروستۍ مخه ښه ورسره وکړو."

د کراچۍ په بازارونو او فابریکو کې اورلګېدنې عامې دي، چې د خپلو کمزورو زېربناوو له امله پېژندل کېږي، خو په دې کچه اورلګېدنه نادره ده. دا په کراچۍ کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ اورلګېدنه ده، کله چې په یوه صنعتي سیمه کې اورلګېدنې له ۲۶۰ څخه ډېر کسان ووژل.

 

وپلټۍ
د بشري حقونو له نیوکو سره سره، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې پراخ بدلونونه پلي شول
د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون د شمالي کوریا پر ضد د ډرون عملیاتو له امله په ۳۰ کلن بند محکوم شو.
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه
امریکا پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل؛ کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخل شو
پاکستاني طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې له امله يي ۶ تنه سرتیري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
چین او شمالي کوریا د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه موافقه وکړه
روسیې یو ځل بیا د یو خپلواک فلسطیني دولت چې پلازمینه يې ختیځ بیت المقدس وي غوښتنه وکړه
د امریکا یوې محکمې د ماهرو کارګرانو د ویزې غوښتنلیکونو لپاره د ټرمپ ادارې ۱۰۰،۰۰۰ ډالري فیس لغوه کړ.