تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د تورکیې د ملي استخباراتو ریاست د داعش د هغې ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کړل چې د "فاروق دفتر" په نوم یادېږي او د تورکیې ولایت د جوړښت چارې مخته وړي.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه


د داعش ترهګرې ډلې د تش په نامه "تورکیې ولایت" د جوړښت مسؤل او د "فاروق دفتر" په نوم د مشهورې څانګې مشر طالب ګولر په سوریه کې له نیول کېدو وروسته تورکیې ته راوړل شو.
د تورکیې د ملي استخباراتو ادارې  د داعش پر وړاندې په خپلو عملیاتو کې، د دغې ډلې د تش په نامه تورکیې ولایت په جوړښت کې فعال غړی "عبدالسلام ترکي" په مستعار نوم طالب ګولر ونیوه او تورکیې ته یې راووست.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د تورکیې د ملي استخباراتو ریاست د داعش د هغې ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کړل چې د "فاروق دفتر" په نوم یادېږي او د تورکیې ولایت د جوړښت چارې مخته وړي.

د استخباراتي څېړنو په پایله کې معلومه شوه چې طالب ګولر د قاسم ګولر ورور دی. قاسم ګولر تر ۲۰۲۱ کال وړاندې د داعش د تش په نامه "تورکیې ولایت مسؤل" او د "فاروق دفتر" د مالي چارو مسؤل و، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ورته عملیاتو په ترڅ کې تورکیې ته راوستل شوی و.

د ترسره شویو څېړنو له مخې، طالب ګولر چې د تورکیې د امنیتي ارګانونو لخوا لټول کیده، د ۲۰۱۴ کال په جنوري میاشت کې په ناقانونه توګه سوریې ته تللی و. معلومه شوه چې ګولر په سوریه کې خپل فعالیتونه د خپل ورور قاسم ګولر او د ډلې له نورو مشرانو سره په همغږۍ ترسره کول.

د تورکیې ملي استخباراتو  د قاسم ګولر له نیولو وروسته د هغه د ورور طالب ګولر په اړه پلټنې زیاتې کړې او د دغه ترهګر فعالیتونه یې ګام په ګام وڅارل، ترڅو یې بلاخره د جګړې له سیمو څخه تورکیې ته راوېستل شوني کړل.

طالب ګولر تورکیې ته له راوړل کېدو وروسته په خپلو اعترافاتو کې د ډلې په ګټه د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. ګولر په خپلو څرګندونو کې په تورکیه کې د سختدریځۍ (راډیکالیزم) د پروسې، په پټو لارو سوریې ته د تګ، له داعش سره د یوځای کېدو او له خپل ورور قاسم ګولر سره د مالي چارو په برخه کې د فعالیتونو جزئیات بیان کړل.

ویل شوي چې د تورکیې د ملي استخباراتو ادارې لخوا دا ډول عملیات د تورکیې پر وړاندې د داعش د بریدونو د پلانونو د مخنیوي، د نویو غړو د جذبولو د پروسې د افشا کولو او د ترهګریزو پلانونو د شنډولو په موخه په پرېکنده توګه دوام لري.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی