نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د انګلستان د ویزو بندیز د جګړه ځپلو هیوادونو د زده کوونکو هیلې له خاورو سره خاورې کړې
لندن د روانې اوونۍ په اعلان کې وویل چې د میانمار، افغانستان، سوډان او کامرون پر وګړو به د پوهنتون ویزې بندې شي، او زیاته یې کړه چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د محصلینو له لوري د پناه غوښتنې نږدې ۵۰۰ سلنه زیاتې شوې دي.
د انګلستان د ویزو بندیز د جګړه ځپلو هیوادونو د زده کوونکو هیلې له خاورو سره خاورې کړې
د انګلستان د ویزو بندیز د جګړه ځپلو هیوادونو د زده کوونکو هیلې له خاورو سره خاورې کړې / AP
17 ساعته مخکې

هیله من زده کوونکي د خپلو له جګړو ستړو هیوادونو لپاره د برتانیا له لوري د زده کړو پر ویزو د بندیز له امله خواشیني دي -- دا پرېکړه د دوی د ځان او هیواد د ښه کولو هیلې له خاورو سره خاورې کوي.

لندن د روانې اوونۍ په اعلان کې وویل چې د میانمار، افغانستان، سوډان او کامرون پر وګړو به د پوهنتون ویزې بندې شي، او زیاته یې کړه چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د محصلینو له لوري د پناه غوښتنې نږدې ۵۰۰ سلنه زیاتې شوې دي.

له میانمار څخه یوې ښځې وویل: "دا داسې ده لکه دا هیواد چې  د نړۍ کمزوري او تر ټولو زیانمنونکي خلک مجازات کوي."

نوموړې د اقلیمي بدلون په برخه کې د ماسټرۍ لپاره د یوه سکالرشیپ مرکې ته چمتووالی نیوه، خو د چهارشنبې په ورځ د د برتانیا د لومړي وزیر دفتر فرمان یې ټول پلانونه ګډوډ کړل.

دې ۲۸ کلنې ښځې له یانګون څخه د فرانسې خبري اژانس ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، "ټول سهار مې فکر کار نه کاوه." هغې په داسې یوه هیواد کې د امنیتي دلایلو له امله خپل نوم پټ وساته چې د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی.

"خپل راتلونکی نه شم انځورولی."

د ډېرو پرمختللو هیوادونو په څېر، په برتانیا کې هم کډوالي یوه جنجالي مسله ګرځېدلې ده.

د کډوالو د راتګ د مخنیوي هڅې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر د پراخو بندیزونو سره ورته والی لري، چې د میانمار، سوډان او افغانستان وګړي یې له سفر څخه منع کړي وو.

په ۲۰۲۱ کال کې د برتانیا، امریکا او نورو ناټو غړو هیوادونو د پوځیانو له ګډوډ وتلو وروسته، افغانستان د طالبانو د بیا واکمن شوي حکومت تر کنټرول لاندې دی چې له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې یې له زده کړو منع کړي.

د غزني ولایت یوې ښځینه ټولنیزې کارکوونکې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، وویل چې د برتانیا د سفر بندیز د هغو افغان ښځو لپاره "ډېر دردونکی" دی چې بهر کې د زده کړو هیله لري.

هغې اوس په امریکا او برتانیا دواړو کې د ماسټرۍ د زده کړو خپل پلانونه لغوه کړي دي.

دې ۲۷ کلنې وویل: "اوس هڅه کوم چې هیله منه و اوسم، خو فکر کوم دا به هم یوه تېروتنه وي."

د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې، عارفه محمدي ګاونډي هیواد پاکستان ته وتښتېده او هلته یې په یوه ناڅرګند حالت کې پوهنتونونو ته غوښتنلیکونه استول.

هغې په انګلستان کې د عامې روغتیا په برخه کې د زده کړو وړاندیز ترلاسه کړ، خو اوس یې نشي منلی.

دې ۲۴ کلنې وویل: "دا زما لپاره واقعاً ټکان ورکوونکې وه."

"دې وضعیت زه په داسې یو ځای کې درولې یم چې هیڅ هدف نه لرم، ځکه زما ټول هدفونه او راتلونکی ناڅرګند دی."

'ظالمانه او لنډنظره'

په کابل کې، یو ۳۹ کلن سړی هم له ورته حالت سره مخ دی.

هغه د انګلستان او سکاټلنډ په دریو پوهنتونونو کې د اوبو مدیریت اړوند ځانګړو مضامینو کې منل شوی و.

هغه د امنیتي دلایلو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "کله چې ماشوم وم، ما د ناڅاپي سیلابونو، د اوبو کمښت، د چاپیریال په وړاندې بې غورۍ، او د اوبو لګولو غیر اغېزمن سیستمونو په څېر ډېرې ننګونې ولیدې." "د دې ننګونو د حل لپاره مې غوښتنلیک ورکړ."

هغه زیاته کړه: "ما هیله درلوده چې عصري پوهه ترلاسه کړم. دا په افغانستان کې ناشونې ده."

مرستندویه ادارې وايي، په دغه هیواد کې شاوخوا ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي، چې لامل یې څو کلنه وچکالي، اقلیمي بدلون او د لسیزو جګړو له امله ویجاړ شوي بنسټونه دي.

د برتانیا کارګر حکومت د ویزو د کمولو پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې ښي اړخی ریفورم یوکې ګوند د کډوالۍ پر وړاندې د خپل سخت دریځ له امله په نظرپوښتنو کې مخکې ځي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۱۳۵،۰۰۰ پناه غوښتونکو له قانوني لارو دغه هیواد ته سفر کړی.

د "برما کمپاین یوکې" په نوم فعال سازمان د ویزو بندیز "په بې سارې توګه ظالمانه او لنډنظره" بللی دی.

د دې سازمان د پروګرامونو رییسې، زویا فان، په یوه اعلامیه کې وویل: "برتانیا ته د زده کړو لپاره د راتګ فرصت د یوه زده کوونکي لپاره ژوند بدلونکی دی، خو په ورته وخت کې د میانمار د راتلونکي لپاره یوه پانګونه هم ده."

یوه جلاوطنه میانمارۍ خبریاله د پوځي واکمنۍ له تېښتې وروسته د تایلنډ په پوله کې ژوند کوي، هغه واکمني چې د مطبوعاتو پر ازادۍ یې سخت بندیزونه لګولي دي.

هغې وویل: "کله چې پوځي کودتا وشوه، زه یوازې ۲۲ کلنه وم، نو ما ډېر خوبونه لیدل." "خو په تېرو پنځو کلونو کې ډېرې ستونزې وې – ما خپل خوبونه پوره نه کړای شول."

د پوځي حکومت له راتګ وروسته هغې هر کال د خپلې روحیې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو غوښتنه کوله.

خو د پنجشنبې په سهار هغې ته یو بریښنالیک راغی چې د لندن په یوه پوهنتون کې یې د ماسټرۍ لپاره ځای لغوه شوی و.

هغې وویل: "هر څه له منځه لاړل." "زما د برتانیا خوب په بشپړه توګه ورک شو."

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د افغانستان د سرپرست حکومت: له پاکستان سره جګړه هېڅکله لومړنی انتخاب نه وو او ندی
هاکان فیدان په سیمه کې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: د ایران او تورکیې پر پوله کوم جدي تحرک نشته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې
یوناما: د افغانستان او پاکستان په نښتو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي؛ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده
پاکستان :د افغانستان له لوري وروستي بریدونه مو په شا تنبولي او افغان لوري ته ۶۷ تنه ځاني تلفات اوښتي
عمر چیلیک : ایران له یوه ناعادلانه او غیرقانوني برید سره مخ دی
ولسمشر اردوغان په ایران کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړه او سولې غوښتنه يي وکړه
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
د سیمه ییزو کړکېچونو په زیاتېدو سره، تورکیې او ایران د مځکنیو پولو له لارې تګ راتګ ودرولو.
پاکستان په افغانستان کې په بریدونو کې د ۴۱۵ تنو د وژلو ادعا کوي
په کویټ کې د امریکا څو جنګي الوتکې راوغورځېدلې، خو عمله یې ژوندۍ پاتې ده
د امریکا د دفاع وزارت کانګرس ته ویلي دي هیڅ داسې استخباراتي معلومات نه وو چې د برید چمتوالی نیولی وي
ایران له امریکا سره هر ډول خبرې او مذاکرات رد کړل