نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې او اوکراین ترمنځ د ډرون بریدونو له امله یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې روسیې تېره شپه ۱۳۵ برید کوونکي ډرونونه توغولي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي، او لږ تر لږه اته تنه په دنیپرو سیمه کې ټپیان شوي دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د ډرون بریدونو له امله یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي
د روسیې او اوکراین ترمنځ د ډرون بریدونو له امله یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي / Reuters

د روسیې او اوکراین ترمنځ د ډرون بریدونو له امله یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي

کییف وايي، مسکو تېره شپه ۱۳۵ ډرونونه توغولي چې د انرژۍ تاسیسات یې په نښه کړي، په داسې حال کې چې روسیې د ولګوګراد په سیمه کې د یوه ملکي کس د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې روسیې تېره شپه ۱۳۵ برید کوونکي ډرونونه توغولي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي، او لږ تر لږه اته تنه په دنیپرو سیمه کې ټپیان شوي دي.

زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې وویل: «د اوکراین لپاره بله بده شپه وه. روسانو زموږ ښارونه د ډرونونو په وسیله وځپل — ټولټال ۱۳۵ برید کوونکي بې ‌پیلوټه الوتکې. په کامیانسکې ښار د برید له امله اته کسان ټپیان شوي، یو استوګنیزه ودانۍ زیانمنه شوې، او د اورګاډي تاسیساتو هم تاوان ليدلې.»

په ورته وخت کې، د اوکراین د دفاع وزارت ویلي چې د هوايي دفاع ځواکونو د روسیې له سیمو، لکه کورسک، اوریول او پریمورسک-اختارسک څخه توغول شويو ۱۰۸ ډرونونه وویشتل یا یې شنډ کړل.

وزارت وویل چې "هوایي دفاع د هیواد په شمال، سویل او ختیځ کې د دښمن ۱۰۸ ډرونونه ویشتلي دي،" او زیاته یې کړه چې ۲۷ ډرونونه په ۱۳ ځایونو کې هدفونه ويشتلي.

له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد د هوايي دفاع سیستمونو په څو سیمو کې، په شمول د ولګوګراد، کریمیا، وورونژ او روستوف، ۷۵ اوکرایني ډرونونه شنډ او ویجاړ کړي دي.

د ولګوګراد د سیمې والي، اندري بوچاروف، ویلي چې یو کس هغه وخت ووژل شو چې د یو ډرون د برید له امله د استوګنې په یوه ودانۍ کې د چاودنې ټوټې پرې ولګېدې.

هغه زیاته کړه: «د ترهګریز ډرون برید له امله بالکونونه زیانمن شوي او کړکۍ ماتې شوې دي. یو ملکي کس وژل شوی.» بوچاروف وویل، د برید پاتې شونو په یوه صنعتي سیمه کې اور بل کړی دی.

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې