منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د الخلیل د ښاروال په ګډون کڼشمیر کسان نیولي دي
اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په ښارونو کې د نيونو پراخ عمليات پيل کړي دي. په دغو عملياتو کې د الخليل د ښاروال په ګډون ګڼ شمېر فلسطينيان نيول شوي دي.
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د الخلیل د ښاروال په ګډون کڼشمیر کسان نیولي دي
/ AA

 د الخليل د ښاروال په ګډون په لوېديځه غاړه کې د نيونو پراخ عمليات پيل شوي

د يوې رسمي اعلاميې له مخې، اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په ښارونو کې د نيونو پراخ عمليات پيل کړي دي. په دغو عملياتو کې د الخليل د ښاروال په ګډون ګڼ شمېر فلسطينيان نيول شوي دي.

عیني شاهدانو د سې شنبې په ورځ انادولو اژانس ته ویلي، چې اسرائيلي پوځ د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمال، نابلس ولایت کې ۱۳ تنه نیولي دي.

شاهدانو همدارنګه زیاته کړې، چې د نابلس په کفر قلیل کلي کې یو فلسطینی د پوځي ځواکونو له خوا تر وهلو ټکولو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ځايي سرچينو په وينا، د شمال په قلقیلیه ښار کې دوه تنه او د لوېديځې غاړې په مرکز رام الله کې يو بل تن نيول شوى دى.

د الخليل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښاروال تيسير ابو سنينه د سهار په لومړیو کې وروسته له هغه ونیول شو چې د پوځ یوې لویې ډلې یې پر کور چاپه ووهله او د کور سامان آلاتو ته یې زیان واړاوه.

ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: "دا وحشیانه برید یوازې ښاروال په نښه نه کوي، بلکې د الخلیل د خلکو اراده او د هغوی ټاکل شوي بنسټونه په نښه کوي. دا پر ډیموکراتیک بهیر او د خپلو چارو په خپلواکۍ او عزت سره د مدیریت کولو لپاره زموږ د خلکو پر حق ښکاره تېری دی."

د ښاروالۍ شورا د ابو سنينه د نيول کېدو پړه په بشپړه توګه پر اسرائيلي چارواکو اچولې او د بشري حقونو له نړيوالو سازمانونو يې غوښتي چې "د ښاروال د سمدستي خوشې کېدو لپاره پر اسرائيلو فشار راوړي او د ښار د مشرانو او اوسېدونکو پر وړاندې د زياتېدونکو سرغړونو د مخنيوي لپاره خپل قانوني او اخلاقي مسؤليتونه ادا کړي."

د فلسطين د رسمي شمېرو له مخې، اسرائيل دا مهال په خپلو زندانونو کې شاوخوا ۱۰،۸۰۰ فلسطينيان بندیان کړي، چې په کې نږدې ۴۵۰ ماشومان، ۵۰ ښځې او ۳،۶۲۹ اداري بنديان شامل دي.

په دې شمېرو کې په غزه کې په زور د تري تم شوو زرګونو بنديانو قضيې نه دي شاملې.

د فلسطين د روغتيا وزارت په وينا، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر مياشتې راهيسې د اسرائيلي ځواکونو او ناقانونه اسرائيلي ميشتو له خوا په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې لږ تر لږه ۱۰۱۶ فلسطينيان وژل شوي او تر ۷۰۰۰ زيات ټپيان شوي دي.

د عدالت نړیوالې محکمې تېر جولای په یوه تاریخي پرېکړه کې د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو اشغال ناقانونه وباله او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې یې د ټولو میشت ځایونو د تخلیې غوښتنه وکړه.

 

وپلټۍ
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد