د پاپ فرانسس جنازه د نړۍ د څه باندې ۵۰ هیوادونو د مشرانو په ګډون خاورو ته وسپارل شوه

د نړۍ د رومن کاتولیک مسیحیانو د روحاني مشر او د واتیکان مشر پاپ فرانسس جنازه په سینټ پیټر باسیلیکا کلیسا کې خاورو ته وسپارل شوه

People gather, ahead of the funeral Mass of Pope Francis in St. Peter's Square at the Vatican, April 26, 2025. / Reuters

د نړۍ د رومن کاتولیک مسیحیانو روحاني  مشر او واتیکان مشر پاپ فرانسس جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

د واتیکان د چارواکیو په ګډون د پاپ فرانسس د جنازې په مراسمو کې  چې نن د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شوه  شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې د پاپ فرانسس د جنازې په مراسمو کې د نږدې ۵۰ هیوادونو د دولت او حکومت مشرانو هم ګډون کړی وو. د پاپ د جنازې په مراسمو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او زیات شمیر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

د ایټالیا پولیسو مخکې د ګډون کوونکو شمېر شاوخوا ۱۵۰,۰۰۰ اټکل کړی و، چې له دې ډلې څخه نږدې ۵۰,۰۰۰ کسانو د سینټ پیټر میدان ډک کړی و.

ځینې خلک د دې لپاره چې د مراسمو په کتار کې لومړی ځای ونیسي، ټوله شپه انتظار وکړ.

پاپ  فرانسس چې د تیرې دوشنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر ومړ، ۱۲ کلونو لپاره د نړۍ د رومن کاتولیک مسیحیانو مشري وکړه .

شاوخوا ۲۵۰,۰۰۰ کسانو د هغه د تابوت لیدو لپاره درې ورځې په سینټ پیټر باسیلیکا کې درناوی وکړ، او د جمعې په سهار له وختي څخه ګڼ شمېر خلک د هغه د وروستي مراسمو لپاره راټول شول.

د پاپ د جنازې مراسم د سهار په لسو بجو پیل شول .

د ایټالیا او واتیکان چارواکو د دې مراسمو لپاره د امنیت پراخه تدابیر نیولي دي، چې د ۵۰ څخه زیات د دولت مشرانو پکې ګډون کړی وو.

د الوتنو بندیز نافذ شوی، جنګي الوتکې په تیارسئ حالت کې وې، او د ښارګوټي شاوخوا په بامونو باندې سنایپران ځای پر ځای شوي وو.

د ویلو ده چې د پاپ د مړینې له امله په واتیکان کې ۹ ورځې ویر اعلان شوی دی.

د ویر وروسته، کارډینالان به د نوي پاپ د ټاکلو لپاره غونډه وکړي، چې د نړۍ ۱.۴ میلیارده کاتولیکانو مشري وکړي