نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون له روسیې سره د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د وژل شویو سرتیرو د یاد درناوی وکړ او پیونګ یانګ او مسکو خپل دوه اړخیز دفاعي تړون یو ځل بیا تایید کړ؛ کیم جونګ اون هڅه کوي وژل شوي سرتیري د ملي وفادارۍ په سمبولونو بدل کړي.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون له روسیې سره د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون له روسیې سره د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه / Reuters

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون د روسیې د دفاع وزیر سره د نړیوال سیاسي وضعیت په اړه له خبرو وروسته ویلي، هېواد به یې د روسیې د پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف په ګډون یو روسي پلاوي د هغو شمالي کوریایي سرتیرو په ویاړ د جوړ شوي یادګاري څلي د بشپړېدو په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د روسیې په کورسک (Kursk) سیمه کې په جګړه کې وژل شوي وو.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس د کیم له قوله ویلي: "د شمالي کوریا حکومت به د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټو څخه د دفاع په برخه کې د روسیې د پالیسیو بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي."

شمالي کوریا وروسته له هغه چې دواړو هېوادونو دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ، نږدې ۱۴۰۰۰ سرتیري یې په کورسک کې د روسي ځواکونو ترڅنګ د جنګېدو لپاره ولېږل. د سویلي کوریا، اوکراین او لویدیځ چارواکي وايي چې په دغو جګړو کې له ۶۰۰۰ څخه ډیر شمالي کوریایي سرتیري وژل شوي دي.

د اړیکو ژورېدل کیم د روسیې د پارلمان له مشر ویاچسلاو ولودین سره هم وکتل او د خپل ستراتیژیک مشارکت د تړون له مخې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا ژورولو ټینګار وکړ. دا څرګندونې د ولادیمیر پوتین په یو لیک کې هم تکرار شوې چې پکې ویل شوي وو: "د ګډو هڅو له لارې به روسیه او شمالي کوریا خپل هراړخیز ستراتیژیک مشارکت پیاوړی کړي."

کیم په تدریجي ډول هڅه وکړه چې هغه شمالي کوریایي سرتیري چې په کورسک سیمه کې جنګیدلي، د قربانۍ او وفادارۍ په سمبولونو بدل کړي.

 

کیم د یکشنبې په ورځ په یادګاري څلي کې په خپل لاس لیکل شوي پیغام کې وویل: "د وژل شویو روحونه به د هغه ستر ویاړ سره چې دوی یې دفاع کړې، د تل لپاره ژوندي وي."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ